۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې له پخوانیو جهادي مشرانو محمد محقق او کریم خلیلي څخه غوښتي، چې د سپین ږیرو او د قوم مشرانو په توګه هېواد ته راستانه شي.
د نوموړي دغه څرګندونې په ټولنيزو شبکو کې د جمعې په ورځ د وږي میاشتې په ١٧مه باميانو ته د هغه د سفر پر مهال د یاد ولايت د اوسېدونکو په منځ کې شوې شوې وې، خپرې شوي دي.
حقاني زياته کړه: « قوم او خلک لرئ، دلته چې سپين ږيري او مشران دي، قدر لري او تاسو هم راشئ چې ډېر قدر مو وشي.»
دغه طالب چارواکي له هغوی غوښتي چې هېواد ته د ستنېدو پر مهال دې خلکو ته د «امنیت پیغام» ولېږدوي.
د حقاني په وینا، [طالبان] له هیچا د غچ اخیستلو اراده نه لري او د دې ډلې دروازې د بین الافغاني خبرو لپاره خلاصې دي.
د طالبانو په لاس د کابل له نسکورېدو وروسته جهادي مشر محمد محقق او د ولسمشر پخوانی مرستیال کریم خلیلي له هېواده ووتل.
دغو جهادي مشرانو د حقاني د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبان په داسې حال کې له دغو پخوانیو جهادي مشرانو څخه هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کوي، چې دوی په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې پخوانیو چارواکو او سیاستوالو ته یې د خوندیتوب کارټونه ورکوي، څو افغانستان ته ستانه شي.
خو د هغو رپوټونو له مخې چې مخکې خپاره شوي وو، طالبانو هېواد ته له راستانه شویو سرتېرو سره سخت ناوړه چلند کړی او ان وژلي یې دي.
په همدې ډول د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګډون په هېواد کې د پخواني حکومت له چارواکو څخه پاتې شوي کسان د دې ډلې ډېرو بندیزونو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې محمد محقق له یو شمېر جهادي مشرانو سره د افغانستان د ژغورنې ملي شورا غړی دی، هغه شورا چې له طالبانو سره پر خبرو باور لري او د موقت حکومت او بیا د یوه جامع حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.