۸صبح، هرات: هرات کې ځينو لاریونوالو په دغه ولایت کې د ایران قونسلګرۍ مخته راټول شوي او په ایران کې یې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي په غبرګون اعتراض کړی دی. سرچینې وايي، چې لاریونوالو د کونسلګرۍ دروازې ته اور ورته کړی دی.
په دغه ولایت کې ولسي سرچینې وايي، چې لاریونوالو په دغه لاریون سره په ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي درول او رسېدنه غوښتې ده.
دغه سرچینې چې ځان د لاریون شاهد بولي وايي، لاریونوال له ۱۰۰ کسانو کم وو؛ خو قهرېدلو معترضانو د کونسلګرۍ دېوال او دروازې په بېل او کولنګ وهلې دي.
سرچینه وايي، چې اعتراض له وړاندې نه و تنظیم شوی او خلکو په خودجوشه او لنډمهاله توګه پر اعتراض لاس پوری کړی دی.
د سرچینې په خبره، طالبانو د اعتراض د خپرولو په موخه هوايي ډزې هم کړې دي.
ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې ځينې کسان په بېل او کولنګ د دروازې پر کونسلګرۍ ګوزار کوي او د دروازې یوې برخې ته اور اچوي.
دا اعتراض داسې مهال شوی، چې له څو ورځو راهیسې ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې او ربړونې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.
د ایرانیانو له لوري له افغان کډوالو سره دا ډول چلن غندل شوی او غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو له ځورونې او ربړونې لاس واخلي.
که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو له ایراني چارواکو سره لیده کاته کړي؛ خو هرات کې ځايي مسوولانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
په دې تړاو مو وغوښتل هرات کې د امنیتي چارواکو نظر هم واخلو؛ خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
ویل کېږي، چې نن خوست کې هم د ایرانیانو له لوري له افغانانو سره د ناوړه چلن په غبرګون سلګونه کسانو لاریون کړی دی.