۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې ځايي سرچينې د طالبانو له لوري د دغه ولایت د اوسېدونکو د ځورونې په تړاو له اعتراض څخه خبر ورکوي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه لاریون چهارشنبه سهار د تلې پر ۲۷ د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ اړوند کرپیتاب سیمه کې پیل شوی او تر اوسه دوام لري.
د سرچینو په وینا نن د پنجشېر په پریان کې د دغو اعتراضونو پلانوونکې ښځې دي او د لاریون په دوام کې له هغوی سره نارینه هم یو ځای شول او په ډلهییزه توګه د کرپیتاب له سيمې څخه د پریان ولسوالۍ تر ودانۍ پورې د حرکت په حال کې دي.
سرچینې جوتوي، چې دغه لاریونونو د طالبانو له خوا د پریان ولسوالۍ د څو اوسېدونکو له شکنجې او زنداني کولو وروسته په لاره اچول شوي دي. په ترټولو تازه مورد کې طالبانو نن سهار (چهارشنبه) یو پخواني پوځي شکنجه او لاس یې ور مات کړی دی.
سرچینې ادعا کوي، چې طالبان هر ورځ د پریان ولسوالۍ اوسېدونکي ډبوي او زنداني کوي یې ترڅو، د مقاومت جبهې غړي د دغه ولسوالي له غرونو راښکته شي.
همداراز سرچینې زیاتوي، چې طالبانو د دغه لاریون د انعکاس د مخنوي لپاره د څو تنو لاریونوالو ګرځنده موبایلونو تر اخیستې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو څو ورځې مخکې هم پر مقاومت جبهې د فشار راوړولو لپاره کابو ۵۰ تنه ملکیان د دغه ولایت په ابشار ولسوالۍ کې یرغمل ونیول او د درېیو تنو پر پښو یې ډزې کړې وې.