۸صبح، کابل: د طالبانو د رژیم د چارو ادارې رییس شېخ نورالحق انور په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور د ادعا کړو زیانونو د تاوان غوښتلو ترڅنګ له دوی غواړي، چې د طالبانو رژیم سره مثبت تعامل وکړي.
هغه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې دوی به نړیوالو سره په ممکنه تعامل کې له خپل فکري استقرار څخه په شا نه شي او د تعامل شرط به یې «ملي دیني او اسلامي ارزښتونه» وي.
د طالبانو دغه چارواکي پر نړیوالې ټولنې د دوی د رژیم پر وړاندې پر اقتصادي بندیزونو او د طالب مشرانو پر سفرونو د محدودیتونو له امله په نیوکې سره وویل: «دوی غواړي دا ملت له منځه لاړ شي او تباه شي.»
دغه طالب مقام په ورته وخت کې وویل، چې د بهرنیو هېوادونو په دروغجنو ژمنو دوی نه تېر وځي.
نوموړي په روښانه ډول ونه ویل، چې طالبان له نړیوالې ټولنې تاوان، تعامل او تفاهم څنګه په یوه مهال غواړي؟
د یو شمېر شنونکو په وینا، طالب چارواکو د څه باندې یو نیم کال حاکمیت په موده کې په خپل منځ کې لا پر دې هوکړې ته نه دي رسیدلي، چې دوی څه باید وکړي او له نورو څه شیان، په کومه بڼه وغواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي نړیوال دوی سره د نه تعامل له امله ګرموي، خو نړیواله ټولنه وایي طالبانو ته یې د تعامل لپاره مشخص شرطونه وړاندې کړي، خو دوی نه عمل ورباندې کړی او نه یې په اړه واضح بحث او خبرو ته حاضر دي.