هوښیار انسان هغه مهال له اساطیري باورونو د علمي موندنو او پرمختګونو په لوري لار وایسته، چې خپلو لومړنیو فیلوسوفيکو پوښتنو ته یې د ځواب موندلو تمرین پیل کړ. ځینو پوښتنو له تجربې سره بلد کړ او چې د تجربو په مرسته یې د ځان په ګټه د طبیعت بدلون ته لاس وغځاوه، نو همدا یې د تاریخي دورې سرچینه شوه. پېړۍ پېړۍ روسته فیلوسوفيک افکار، تجربې او د طبیعت د بدلولو هڅې هغه مهال په ساینس او تجربي علم واوښتې، چې فرضیې لابراتوار ته ولاړې او لابراتوار ځواب ووایه.
فیزیک، کیمیا، بیولوژي، زمکپوهنه او ګڼ نور علوم له لابراتوار سره وتړل شول، خو تر ډېره باور داسې و، چې تاریخ او نور ټولنیز علوم ځکه له ساینس څخه بېل دي، چې له لابراتوار سره اړیکي نه لري. ښايي، له تېرو دوه درې پېړیو راپه دېخوا هڅې پیل شوې، چې ټولنیز علوم یا د دغو علومو ځینې بنسټونه هم لابراتوار ته ولاړ شي. په افغانستان کې استاد باوري د تاریخپوهانو د نومهالي نسل له هغو سرلارو څخه دی، چې کلک باور یې درلود، چې تاریخ ښايي لابراتوار ته ولاړ شي.
څه مانا؟
د تاریخپوهنې له نظره د تاریخي دورو پر ویش به دلته نه غږیږو، ځکه خبره اوږدیږي، مخامخ ورځو د استاد باوري نظر ته. استاد ویل: تاریخ یوازې د سیاسي پېښو د تسلسل روایتي نقل نه دی. استاد له هغو تاریخپوهانو څخه و، چې د تاریخ زوړ دودیز او کُلي پېژاند نه قانع کاوه، چې: ” تاریخ د زمان او مکان په قید کې د پخوانیو پېښو بیان دی.”
استاد باوري ټولنیز تکامل د یو لړ فرهنګي، اقتصادي او سیاسي پېښو په لړ کې جاري پرمختګ ګاڼه، چې هماغه د ابن خلدون له تیورۍ سره سم د یوې ټولنیزې قانونمندۍ پر بنسټ رامنځته کیږي. هره تاریخي دوره شفاهي روایات هم لري، لیکلي او مادي مستندات هم. د اساطیري او بیا روسته روایتي تاریخ لیکنې ستونزه دا وه، چې د تاریخي پېښو د ریښتینولۍ موندلو ته یې ډېره اړتیا نه پېژندله، بس چې له پخوانیو خلکو یې څه اورېدلي وو، دا کافي وه، چې تاریخ یې وګڼي، خو د علمي تاریخ لیکنې پوهانو شفاهی روایات، افسانې، نقل قولونه او حتی روایتي لیکل شوي تاریخونه دویمې او درېیمې درجې اهمیت ته ورټیټ کړل. ارکیالوژي او د لرغونپوهنې پر ساینسي مستنداتو ولاړ شواهد او د مادي میراثونو له مخې د منلو او یا نه منلو میتود رامخکې شو او په دې توګه تاریخ لابراتوار ته ولاړ.
د استاد باوري استدلال استقرائي و، نه قیاسي. استاد د وار له مخه ټاکل شوې نتیجې لپاره په مدارکو پسې د ګرځېدو پرځای د مستندو مدارکو پر بنسټ یوې پایلې ته ځان رسول غوره ګڼل.
استاد باوري له اره لرغونپوه ( ارکیالوژست) و.د ارکیالوژي تعریف همدا دی، چې د تاریخ مادي میراث پلټي. هماغومره چې د لرغونپوهنې د لابراتوري موندنو پر بنسټ د تاریخ روایتونه مستندکېدل، د تاریخي پېښو په اړه شکاکو پوهانو یا لوستونکیو لرغونپوهنې ته لومړیتوب او اهمیت ورکاوه، ځکه خو ورو ورو د لابراتواري تاریخپوهنې قلمرو د روایتي هغې پرځای راپراخېده.
زه پوره اته ویشت کاله پخوا په ننګرهار پوهنتون کې د استاد باوری شاګرد شوم. زه یو حساس او ښايي تر یوه بریده احساساتي زلمی وم، د تاریخي ویاړونو او ملي ارمانونو د پالنې اورنی طبیعت مې درلوده او دا مې خوښېدل، چې ټوله نړۍ او تاریخ دې پر افغان او افغانستان راوڅرخي. استاد باوري خورا صمیمي او خوږژبی استاد و، ژر مو ملګرتیا شوه، د استاد خوږې خندا او صمیمت جرئت راکړ، چې د تاریخ، ملي مسائلو او خپلو افکارو په اړه ګڼې نورې پوښتنې او خبرې ورسره شریکې کړم. استاد نور هم رامهربان شو، خو یوه خبره یې راته وکړه:
” د ځینو تاریخي پېښو، شخصیتونو او روایتونو په اړه به د خپل حُب و بُغض پربنسټ نه، بلکې د مستندو تاریخي شواهدو پربنسټ قضاوت کوو!” ښايي دا به لومړی ځل و، چې د تاریخ په اړه د احساساتي چلند پرځای د علمي او بلکې لابراتواري اصل منلو ته متوجه شوم.
استاد ویل: تاریخ هغه ډول نه دی، چې موږ یې غواړو، بلکې باید هغه ډول یې ومنو، چې دی.
کلونه واوَښتل او زما په غوږونو کې د استاد دغه ټینګار انګازې کولې، چې د لرغونپوهنې علمي اصل یوازې په خورا زړو توکیو نه، بلکې د هرې تاریخي دورې پر مادي مستنداتو د تطبیق وړ دی. موږ آن د څو لسیزو پخوا یو تاریخي توکی هم د عمر، صحت او تاریخي سابقې لپاره ازموییلی شو.
د استاد دغه علمي احتیاط ما ته زموږ دواړو د مشترک ملګري ارواښاد استاد اسد اسمایی خبره رایادوله، هغه ویل: که زه د سلو کلونو وړاندې په یوه خورا مشهور تاریخي شخصیت هم شک وکړم، چې ریښتا موجود و که نه ؟ د شکاکیت د اصل له مخې حق لرم. همدا چې یو څوک یې راته د ثابتولو هڅه پیل کړي، په حقیقت کې مو د تاریخ مستند کول له همدې ځایه پیل کړي دي.
خبره دا ده، چې د استاد باوري دغه میتود د افغانانو په اړه د ګڼو تش په نامه تاریخي تاویلو ماویلو او افسانوي روایاتو د بې اعتباره کولو لپاره خورا مثبت لیدلوری رامنځ ته کاوه.
بېلګه راوړم:
ډېرو هغو روایتي تاریخونو، چې تر څو لسیزو وړاندې معتبر ګڼل کېدل، هم د افغانانو اسرائیلي سابقه شاربله. د قیس یا کیس ابن عبدالرشید افسانه دومره رانقل شوې ده، چې هرځای یې موندلای شئ، خو هیڅوک نه پوښتي، چې کوم مادي یا مستند لیکل شوی متن چې لابراتوار یې ثابت کړای شي، دغه افسانه له تاریخ سره پیوندولای شي؟
هېڅ ځواب نه شته.
هر څوک به وايي، چې دا تاریخ یې وايي او هغه تاریخ یې وايي. د استاد باوري لابراتواري میتود پوښتنه کوي، چې دا یا هغه تاریخ ولې داسې وايي؟ او د خپلې دغې افسانې په اړه څه سند لري؟ داسې سند چې په لابراتوار کې ځواب وویلای شي؟
نشته.
خو هاخوا ته د افغانانو د اریايي سابقې په اړه دومره زیات مستند او په لابراتوار کې ازموییلي توکي شته، چې انکار ورڅخه ناشونی دی، ځکه د دغو توکیو په اړه پرېکړه لابراتوار کوي، نه اشخاص.
استاد باوري باور درلود، چې تاریخي متون باید له ټولو هغو مستنداتو سره پرتله کړو، چې شته یا د زمان په تېرېدلو سره موندل کیږي بیا ښايي دغه مستندات پخپله له علمي او ساینسي پلوه وارزوو، چې څومره ریښتیني دي؟ تر دې روسته به بیا د تاریخي متونو سموالی یا ناسموالی منو.
استاد باوري په افغانستان کې د موزیم پېژندنې له مخکښانو – یا بهتره ده ووایم تر ټولو مخکښ – استاد دی. هغه ولې موزیم پېژندنې ته اهمیت ورکاوه؟ ځکه د تاریخي استناد توکي په موزیم کې وي.
موږ د کوشاني، یونانو باختري او ګریکو بودیک دورو، ګندهاری هنر او باختري تمدن په اړه ولې مطمئن غږیږو، ځکه په کابل موزیم کې مو ورته مستند مادي آثار درلودل.
د استاد له میتود څخه زموږ زدکړه:
تاریخ مهم دی. د تاریخ زدکړه هم مهمه ده، خو څه ډول تاریخ؟ موږ ورو ورو باید له ناعلمي تاریخ څخه پر مستنداتو ولاړ تاریخ ته ورواوړو او په تېره بیا دا په تعلیمي نصاب کې خورا ارزښتمند بدلون دی. د تاریخ په اړه په علمي مستنداتو باور کول، موږ د دیوانو او ښاپېریو، خرافاتو او هغو افسانوي روایاتو ژغوري، چې د هغو منل او پرې باور کول، د ټولنې قانونمند تکامل ته تاوان پېښوي.
کله چې وایو تاریخ دوه ډوله کارېدنه لري؛ هویتي او تجربي. نو د دې دواړه ډوله استفادې په خاطر باید د اوبو غوندې روان او لمر غوندې روښان تاریخ زموږ تر مخ وي.
اروا یې ښاد
یاد یې ژوندی!