د دوحې دویمه غونډه د طالبانو له حضور پرته جوړه شوه او لکه څنګه چې تمه کیده، ګډونوالو یو ځل بیا هغه غوښتنې مطرح کړې چې په نورو غونډو کې هم مطرح شوې وې؛ هغه غوښتنې چې طالبانو ورته زیات اهمیت نه دی ورکړی. د دوحې غونډې همداراز څرګنده کړه چې د افغانستان د کړکېچ د سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ واټنونه ډېر ژور دي، دومره چې تصور نه کیږي، په نږدې وختونو کې دې د افغانستان د اوږدمهالې کشالې په تړاو د یوه ګډ او همغږي لید لوري د رامنځته کېدو شاهدان و اوسو. د دغه کړکېچ یوې خوا ته روسیه، چین او ایران او بلې خوا ته امریکا او اروپا رول لوبوي او هر یو له طالبانو سره د خبرو او اړیکو په تړاو خپل نظر لري.
روسیه او ایران دومره له طالبانو سره همغږي دي چې استازو یې د دې ډلې په غوښتنه د دوحې په غونډه کې د مدني ټولنې له استازو سره له کتنې ډډه وکړه. د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل چې ټاکل شوې وه، په دې غونډه کې وروستي شي، هم وځنډول شول. دا په دې مانا ده چې د افغانستان د کړکېچ د نړیوالو لوبغاړو تر منځ د ګډ لید لوري رامنځته کېدو ته لاهم اوږده لاره پاتې ده. نړیوالو کړکیچونو ته په پام سره چې امریکا او اروپا یې یوې خوا ته او روسیه، چین او ایران یې بلې خوا ته دي، ګرانه ده چې له طالبانو سره د تعامل په برخه کې په اسانۍ سره نړیواله اجماع رامنځته شي. مګر دا چې داسې ځانګړي شرایط رامنځته شی چې د اټکل وړ نه وي.
نامنظم او بې پلانه اپوزسیون
په کورنۍ جبهه کې، وضعیت د نړیوالې جبهې په پرتله ډیر ګډوډ دی. هغه ځواکونه چې ځانونه د طالبانو مخالف ګڼي، نه د دې ډلې پر وړاندې د یوه ځواکمن سیاسي چتر د رامنځته کولو لپاره لازمه همغږي او انسجام لري او نه هم په دې برخه کې لوړ انګېزه لري. په واقعیت کې د طالبانو له واک ته رسیدو د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو سره، د دې ډلې مخالفان نه دي توانیدلي چې داسې یو اغېزناک او موثر پلان وړاندې کړي چې د طالبانو د ټولو مخالفو سیاسي بهیرونو د یووالي وړتیا ولري. دا بهیرونه چې د امریکا تر سیوري لاندې یې په تېرو شلو کلونو کې ډېر واک او شتمني تر لاسه کړه، د دوحې د تړون په لاسلیک سره د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، تر بل هر وخت زیات له ګډوډۍ، نا هیلۍ او بې وسۍ سره مخ دي. هغوی د دې پر ځای چې پر خپلو امکاناتو او وړتیاوو حساب وکړي او په اغېزناک او کارنده سیاسي عمل لاس پورې کړي، دې ته په تمه دي چې امریکا به دوی ته کوم ماموریت ورکړي. سیاسي سوداګرو په تېرو شلو کلونو کې تل د واشنګټن د سیاسي مامورینو رول لوبولی او اوس هم دغه کار ته دوام ورکوي.
یوازینی کار چې د جلاوطنه اپوزیسیون یوې لویې برخې ترسره کړی « دافغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت جبهې د عالي شورا» رامنځته کول دي چې کله ناکله یوازې په مجازي کچه غونډې کوي او نور د پام وړ سیاسي فعالیت نه لري. دې شورا نه پر طالبانو د فشار راوستو لپاره کوم اغېزناک سیاسي فعالیت کړی او نه هم توانیدلې چې د جګړې په ډګر کې یوه پایېدونکې پوځي جبهه جوړه کړي. د دې شورا غړي شخصي او سلیقوي اختلافات لري او د ګټې خپلولو او فرصت طلبۍ په هڅو کې له یو بله مخته کیږي، داسې نه بریښي چې د افغانستان په سیاسي ډګر کې دې لوی ګډ کار ترسره کړای شي.
په کورنی جبهه کې طالبان یوازینی خوځښت دی چې یو همغږي او یوموټی پلان لري – موږ یې دلته په ښه او بد کار نه لرو. طالبانو د افغانستان اساسي قانون ځنډولی او خپل بدوي نظام یې جوړ کړی دی، داسې نظام چې نه یوازې دا چې منل شویو نړیوالو قوانینو ته پام نه کوي، بلکې په کلکه یې مخالفت کوي. تړلی او ځپونکی طالباني نظم خپلو مخالفو سیاسي بهیرونو ته لږ فرصت هم نه ورکوي او اصلاً د هغوی وجودي اړتیا ردوي. په کور دننه او بهر د یوه پیاوړي سیاسي اپوزیسیون په نشتوالي کې – واکمن رژیم له دې امله چې پیاوړی سیاسي سیال نه لري، تر پخوا ډېرې دیکتاتورۍ او استبداد ته مخه کوي او ولسي اعتراضونو ته ډېر اهمیت نه ورکوي.
د زاړه کیڼ اړخ زوال
د مائو تسهتونګ یوه مشهوره خبره ده، چې د افغانستان ګډوډ کورنی وضعیت او د هیواد د کړکېچ د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ کړکېچ او اختلافات په روښانه توګه بیانوي: «تر اسمان لاندې یوه لویه بلوا ده. هر څه سم دي.» په دې وینا سره مائو هڅه کوي موږ ته هغه فرصتونه وښيي چې ناورین او ګډوډي یې د انقلابي بهیر لپاره رامنځته کوي. له بې نظمۍ، ناورين او کړکېچه د هغې ازادۍ د تګلارې په ګټې کار اخیستل چې مائو یې ځان مدافع ګاڼه. خو د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې ماویستانو د «انقلاب» خیال پرېښود او «د کلیو له لارې د ښارونو په محاصرې سره یې» د لوېدیځو هیوادونو غېږې ته پناه یوړه او یوازینۍ «ګټور» کار یې پر فېسبوک د عقدو سړول او ښکنځلي دي، ایا دا طالبان او نورې ترهګرې ډلې نه دي چې د مائو له دې او نورو خبرو ګټه پورته کوي؟ ایا طالبانو په افغانستان کې «د کلیو له لارې د ښارونه په محاصرې سره» چې د مائو ستراټېژي ده، بري ته ونه رسېدل؟ د کیسې طنز دا دی چې د «کمونیزم» ادعا د ماویست تاکتیکونه او ستراتیژۍ اوس په افغانستان کې د طالبانو او داعش لخوا کارول کیږي، نه د ماویستانو له خوا چې د «طبقاتي مبارزې» د پرمخ بیولو پرځای د دیني وحشت اسیر شوي « انقلاب» ته یې شا کړې او « خون خوار امپریالیزم» ته یې مخه کړې ده. له دې پرته بل څه د زاړه کیڼ اړخ د پروژې چې د ماویزم ادعا کوي، سخته ناکامۍ او سقوط په ښه او دقیق ډول بیانولای شي؟
زه د یوه ناوریني وضعیت په اړه خبرې کوم چې بهرنیان، په متحده ایالتونو پورې تړلي رژیمونه او مدني غله چې د فاسدو نادولتي موسسو له مشرانو تر پروژو اخیستونکو رسنیو پورې پکې ګرم دي. یو شمیر سازمانونو او ډلو چې د کیڼ اړخي فکر او ماویزم ادعا کوي هم په دې ناورین کې مخرب او ویجاړونکی رول لوبولی دی. د دغو سازمانونو او ډلو یوه لویه برخه د دې پر ځای چې نوې او اغېزناکې تګلارې او پروګرامونه په لویو سیاسي لوبو کې کیڼ اړخي سیاست ته شاملې کړي، په دردناکه توګه له واقعیته لېرې، عقده يي، زاړه فکره، خورا پاشلي او ډلګۍ پالونکې پاتې شوې او په پای کې د دوی یوازینۍ اندیښنه دا شوې ده چې څنګه د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وروسته بیړني حالته په استفادې سره خپل ځانونه او د کورنۍ غړي لوېدیځو هیوادونو ته ولېږدوي. هغه هیوادونه چې یو وخت یې په افغانستان کې د ماویستانو انجويي کاروبار له خوښې سره سم روان و، « د خون خوارو امپریالیستانو » په نوم یادیدل او هغو کسانو چې دغو هیوادونو ته د کډوالۍ هوډ درلود، د «تښتېدلو او « ډارنو » له سپکاوي ډک اصطلاحات کارېدل. اوس همدغو کسانو دغو هېوادونو پخپله کډه بار کړې او نور یې په افغانستان کې د ناڅېزه فعالیتونو څرک نه لګېږي او یوازې پر فیسبوک «فعال» حضور لري او بس.
که موږ هغه څه را لنډ کړو چې ومو ویل، په داسې حال کې چې د افغانستان د کړکېچ نړیوال لوبغاړي له طالبانو سره د مقابلې په برخه کې د ګډ دریځ غوره کولو ته لېواله نه دي، د دې ډلې مخالف سیاسي قوتونه هم د طالبانو پر وړاندې د نظامي- سیاسي جبهې د جوړېدو لپاره پلان او تشکیلاتي انسجام نه لري او له دې سره سره د پخوانیو کیڼ اړخو سازمانونو او ډلو د تحرک او بیدارۍ کومه هیله بخښوونکې نښې نه شته، یوازینی ځواک چې په پراخې ځپنې سره یې د افغانستان پر سیاست ځان تحمیل کړی دی، طالبان دي. په بله وینا، یوازې طالبان توانیدلي دي چې له «تر اسمان لاندې بلوا» نه ډېره او غوره ګټه پورته کړي او پاتې نور لا هم د سقوط له شوکه نه دي راوتلي او په خپل منځي ننګونو کې را اېسار دي.