یو دیکتاتور ځي، بل یې ځایناستی کیږي. دا عمومي اصل په هر فردي، ګوندي او دولتي استبداد ولاړ نظام کې شته. ان د دې شونتیا شته چې نوی دیکتاتور به تر پخواني دیکتاتور لا بد وي او نه یوازې دا چې د سیاسي بدلون د احتمال کاذبې هیلې به له منځه یوسي، بلکې د ځپنې تګلاره به تر پخوا خورا شدیدې کچې ته ورسوي چې خلک د «پخواني کفن کښ» د بېرته راستنېدو هیله وکړي. د ایران او افغانستان په څېر هیوادونو کې چې استبدادي او غیر ډیموکراټیک نظامونه پکې واکمن دي، دا احتمال تر دې تصور خورا پیاوړی دی چې نوی دیکتاتور به خلکو ته په ارامه د ساه اخیستو فرصت او فضا برابره کړي. که هغه څه چې ومو ویل رښتیا وي، نو په هغو هېوادونو كې چې د ديني او غيردیني استبداد تر ولكې لاندې دي، د استبدادي واکمنانو پر مرګ د جشن جوړولو او خوښۍ لامل څه دى؟ ولې خلک هسې خپل زړه خوشحالوي او په غیر جدي کارونو بوختیږي؟
د څرخکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړینه په هغه هېواد او افغانستان کې د ځينو خلکو له پراخې خوښۍ او خوشحالۍ سره مخ شوې ده. البته باید دا حقیقت له پامه ونه غورځوو چې په دواړو هېوادونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د هغو ملاتړو شمېر کم نه وو او نه دی چې د ابراهیم رئیسی پر مړینه ویرجن دي. په یوه بشپړه قطبي او طبقاتي ټولنه کې دا څرګنده ده چې خوښي طبقاتي ماهیت لري او له دې پرته نه شي کېدای. د ځینو خوښي د ځینو د خپګان لامل وي او همداسې یې برعکس درواخله. په دې لیکنه کې موږ د ایران د اسلامي جمهوریت د پلویانو له خپګان سره کوم کار نه لرو او یوازې د خپلو خلکو خبره کوو، د هغو ماتې خوړلو او هېرو شويو خلکو خبره چې کله ناکله ان د استبدادي نظام د یوې مهرې مړینه یې رنځور زړونه خوشحالوي.
د ایران د ولسمشر پر مړینې خوښۍ او خوشحالۍ په واقعیت کې د هغې کرکې ښودنه کوي چې له دیني رژیمونو یې خلک لري. هغه نفرت او کرکه چې تر ډېره پرځای او منطقي ده. د ایران او افغانستان وګړي چې عملاً د دیني استبدادي رژیمونو په بند کې ځپل شوي، که د هغه څه پر وړاندې چې پر دوی تېرېږي بې تفاوته وي، په واقعیت کې مړه دي. د يوه مستبد واکمن پر مړينه خوښي چې اصلي دنده يې د خلکو ځپل دي، يو بشپړ پرځای عمل دی او نه يوازې دا چې باید نیوکه پرې ونه کړو، بلکې بايد هرکلى يې وکړو. خو که د یوه دیکتاتور پر مړینه خوښي د ټول استبدادي نظام د نسکورولو له مبارزې سره غاړه غړۍ نه شي، نه یوازې دا چې ډېره اغېزناکه به نه وي، بلکې ان د استبدادي نظام د پیاوړتیا لامل کېدای شي. د یوې ښکارندې پر وړاندې برسېرن، سطحي او لنډمهالی غبرګون هغه نه کمزوری کوي، بلکې د هغې د ودې او ثبات لامل کیږي. دا کړنلاره چې په لنډه موده کې حاکم نظام ته کوم خطر نه پېښوي، د رژیمونو له لوري د خلکو پېژندنه زیاتوي او په پایله کې واکمنان د لا سختې ځپنې د تګلارې په پلي کولو سره د واک د بنسټونو د ټینګولو هڅې کوي. پر دې سربېره، د خوښۍ او خوشالۍ جشن د استبدادي رژیمونو د پلویانو د نفرت او کرکې د زیاتوالي لامل ګرځي او له همدې امله هغوی د خپلې خوښې حکومتونو د ملاتړ لپاره لا زیات هوډمن کوي.
زه دا نه وایم چې څوک دې د هغه څه پر وړاندې چې په ټولنه کې تېریږي، په دې دلیل خپل احساسات نه څرګندوي چې کار مخته نه وړي او یا ګټه نه لری. له هغو بدمرغه خلکو دا ډول تمه چې په ژوند کې یې تر بل هر څه ډېره ماتې او بې وسۍ تجربه کړي/ کوي، نامناسب او غیر اخلاقي کار دی. که تاسو وغواړئ او که ونه غواړئ، خلک خپل احساسات په متنوع او کله ناکله په نویو بڼو څرګندوي او په سختۍ سره یې مخه نیول کېدای شي. زما ټینګار پر دې دی چې د استبدادي رژیمونو پر وړاندې د خلکو کرکه او نفرت که د مبارزې باثباته او منظمه بڼه ونه لري، لنډمهالې او موقتي ده او سیاسي نظامونو ته ستر ګواښ نه پېښوي.
که موږ دې قضيې ته له بلې زاويې وګورو، موږ به يوې زياتې نه هیلوونکي پايلې ته ورسيږو. د ابراهیم رئیسي پر مړینه د خوښۍ څرګندول په داسې شرایطو کې چې د هغه نظام د زوال هیڅ نښه نه لیدل کیږي چې هغه یې په لمن کې روزل شوی دی او د انقلابي مبارزې افق ډیر روښانه او هیله بخښونکی نه دی، یوازې زړه خوښوونکی اړخ لري. خلک د دې لپاره چې غم غلط کړي او غمیزې ته په کمه سترګه وګوري او یایې اغېزې وځنډوي. د ځواکمن دښمن پر کوچنیو ماتو خوشحاله کیږي او په دې توګه خپل دردونه تسکینوي. ځکه چې خوښي یو زړه خوښوونکی اړخ لري او د غمیزې د درانه بار زغمل زیاتوي. په خندا او خوښۍ سره واقعیت نشي بدلېدلای، بلکې یوازې یې پر وړاندې خپل احساس بدلولای شو. خندا او خوښي ځينو عقدو او کینو ته د خالي کېدو فرصت ورکوي او بس.
نو د ابراهیم رئیسي پر مړینه خوښي د دې پرځای چې زموږ د ځواک ښودنه وکړي زموږ د بې وسۍ او ناکامۍ ښکارندويي کوي. له بده مرغه په ایران او افغانستان کې موږ له افراطیت، دیني دیکتاتورۍ او خرافاتو سره په رښتینې جګړه کې ناکام شوي یو او له همدې امله د ولایت فقهې د رژیم د یوې مهرې پر مړینه چې دومره جدي خبره نه ده خوښ یو. د رييسي په مړینې سره به څه بدلون راشي؟ بالاخره یو بل دیکتاتور به د هغه ځایناستی شي او اسلامي جمهوریت به د تل په څېر د خلکو د ځپلو تګلاره پلې کړي – ښايي دا ځل په ډېر شدت سره. وايي چې په پام کې وه ابراهیم رئیسي د علي خامنه يي ځایناستی شي او اوس وضعیت بل ډول شوی دی. په وضعیت کې هېڅ مهم بدلون نه دی راغلی. خامنه اي د ځان په شاوخوا کې کافي د باور وړ کسان لري چې بالاخره یو به یې خپل ځای ناستی کړي. که رییسي مړ شوی، په اسلامي جمهوریت کې په لسګونو نور «د ولایت سرتېري» پیدا کیږي او خامنه یي کولای شي له هغو یو د ایران راتلونکی دیکتاتور جوړ کړي.