د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته، ټاکل شوې چې لومړی مرستیال محمد مخبر به د هغه رسمي مسوولیت پر غاړه واخلي.
د ایران ساتونکو شورا ویاند هادي طحاننظیف دوشنبه د مې پر ۲۰مه ویلي چې له «تېرې ورځې» راهیسې د چارو اداره د لومړي مرستیال پر غاړه ده.
هغه زياته کړې ده: «له تېرې ورځې راهيسې چې دا پېښه شوې ده، لازمې چارې د ولسمشر لومړي مرستيال ته ويل شوي او د چارو اداره به د هغه له خوا ترسره کېږي او دا پروسه له پرون راهيسې پېل شوې ده.»
نظيف زياته کړې ده:« د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حداکثر ۵۰ ورځنۍ پروسې موضوع به لازم ترتیبات ولري او بېلابېل بنسټونه به لازمې همغږۍ ترسره کړي.»
محمد مخبر به د «ایران رهبر له هوکړې» وروسته دا مسوولیت پر غاړه واخلي.
د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې پر بنسټ، د ولسمشر په غیاب کې د هغه لومړی مرستیال د حکومت اجرائیوي مسوولیت پر غاړه اخلي.
د ویلو ده چې د ایران ولسمشر سېدابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د تبریز د جمعې امام آيتالله آلهاشم د دغه هېواد د ختيځ اذربايجان ولايت په يوې غرنۍ سيمه کې د چورلکې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.