د سېدابراهیم رئیسي او د نورو ایراني چارواکو د جنازې مراسم په تهران کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې چې چهارشنبه د مې پر ۲۲مه ترسره شول، د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، د حزبالله لبنان مرستیال نعیم قاسم، د پاکستان، عراق او ارمنستان صدراعظمانو او د نورو هېوادونو مشرانو او چارواکو هم حضور لرلو.
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دغې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم تهران ته تللي دي.
د یادونې ده چې د ایران ولسمشر ابراهيم رییسي، بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان او يو شمېر نور چارواکي د يکشنبې په ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د چورلکې لوېدو په پېښه کې مړه شول.
د چورلکې په لوېدو کې د هغوی مړېنې په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر ویلي چې که څه هم هېواد یې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پر مړینه خواشیني څرګندوي؛ خو دا حقیقت د ایراني ولس په ځپلو کې د هغه کارنامې نه بدلوي.