د راپورونو له مخې، د پاکستان پخوانی لومړۍ وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمرانخان، د هغه مېرمن (بشرا بيبي) او ددغه ګوند لسګونه مشران او فعالان، د فدرالي تحقیقاتو ادارې په موقتي ملي پیژندپاڼه کې اچول شوي دي او له هېواده وتلای نشي.
پاکستاني رسنیو نن جمعه (د مۍ په ۲۶ مه) راپور ورکړ چې دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې، د احتساب ملي ادارې او ددغه هېواد د پولیسو په ګډون د بېلابېلو فدرالي او ایالاتي ادارو په غوښتنه شوې ده.
په دې لړ کې د پاکستان ټولو هوايي ډګرونو او د وتلو لارو او بندرونو ته مکتوبونه لېږل شوي، چې د رسمي حکم له مخې له دغو کسانو هېڅ یو یې له پاکستانه ونه وځي.
(اسد عمر، فواد چوهدري، ملکه بخاري، قاسم سوري، اسد قیصر، مراد سعید، حماد ازهر، یاسمین رشید او میاه اسلم اقبال) د تحریک انصاف ګوند مهم مشران دي چې د ممنوعالخروج په لیست کې اچول شوي دي.
په همدې حال کې ښاغلي خان ددغې پرېکړې په غبرګون کې، پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي:«زه غواړم له حکومته مننه وکړم، چې زما نوم یې په دغه لېست کې شامل کړ، ځکه چې بهر ته د سفر کوم پلان نه لرم.»
دا پداسې حال کې ده، چې عمرانخان د روان کال د مۍ په نهمه، د اسلام اباد په یوه محکمه کې، د فساد په تور ونیول شو.
د خان نیول کېدل، په ټول پاکستان کې د هغه د پلویانو له تاوتریخوالي ډکو پراخو لاریونونو لامل شو.
ددغو لاریونونو په لړ کې، د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شو، دولتي ودانۍ وسوځول شوې او پوځي تاسیسات هم پکې زیانمن شول.