۸صبح، کابل: د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان، له «سي ان ان» خبري چینل سره په مرکه کې ویلي چې، په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته د رسېدو تر ټولوغوره لار له طالبانو سره جوړجاړی دی.
عمران خان پرون د (وږي په ۲۴مه) په مرکه کې ویلي چې، نړۍ باید له طالبانو سره جوړجاړی او د یوه پراخ بنسټه دولت د جوړولو په برخه مرسته وکړي. د خان په باور، د افغانستان په راتلونکي دولت کې باید د افغانستان ټول قومونه ونډه ولري او د ښځو حقونو ته هم باید پام وشي.
هغه په دې مرکه کې ویلي، په اوسني وخت کې طالبان د افغانستان پر ټوله خاوره واکمن دي او که د یوه پراخ بنسټه دولت په جوړولو بریالي شي او ټول سیاسي اړخونه سره یو ځای کړي، افغانستان به له څلوېښتو کلونو وروسته سولې ته ورسېږي.
خان خبرداری ورکړی، که داسې دولت جوړ نه شي، ښایي چې په افغانستان کې ګډوډي رامنځته او انساني ناورین او کډوالۍ لامل شي.
له بلې خوا، د پاکستان لومړي وزیر ادعا کړې چې، طالبان د ناورین د مخینوي په موخه د نړیوالو مرستو په لټه کې دي او نړۍ باید له دغو مرستو د مشروعیت په لور د طالبانو د هڅولو لپاره کار واخلي.
هغه همداراز خبرداری ورکړی چې، دا شونې نه ده چې افغانستان دې د بهرنیانو له خوا کنټرول شي.
د خان په خبره، په افغانستان کې له هېڅ لاسپوڅي دولته د خلکو له خوا ملاتړ نه کېږي، له همدې امله پر دغه هېواد د واکمنېدو پر ځای، باید افغانان وهڅول شي چې یو ټول ګډونه دولت جوړ کړي.
هغه زیاته کړې چې، طالبان د نړیوالې ټولنې له مرستو نه شي کولای ستونزې اوارې او د کړکېچ مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې، طالبانو د خپلې کابینې ډېری غړی اعلان کړل. طالبانو ملا محمد حسن آخند د رییس الوزرا، ملا عبدالغني برادر د لومړي او مولوي عبدالسلام حنفي د دوهم مرستیال په توګه ټاکلي دي. د طالبانو په کابینه کې هېڅ یوه ښځه نشته او ظاهراً د ښځو چارو وزارت هم لغوه شوی دی.