۸صبح، غزني: له غزني څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې نن ماسپښين د غزني په ختیځ کې د طالبانو منصوري ۲۰۳ قول اردو له محمدي درېيمې لوا څخه د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
سرچینې چهارشنبه د زمري پر ۱۲ وايي، چې دا ډزې څو دقیقې د دغې لوا په سویلي اړخ کې روانې وې.
تر اوسه د دغو ډزو په هکله بشپړ جزیات په لاس کې نشته.
له بلې خوا، ازاده ګان جبهې ادعا کړې، چې هغوی دا برید کړی او په پایله کې يې څو طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون دغې جبهې د غزني د اندړو پر سرپرست ولسوال هم د برید مسوولیت ومانه. ویل کېږي، په هغه برید کې ولسوال او ورسره درې کسان ووژل شول.
طالبانو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.