۸صبح، کندهار: په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد رییس وايي چې په دغه ولایت کې یو ښوونځی د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد رییس عبدالسلام بریال چهارشنبه د کب پر ۱۶مه ویلي چې دا ښوونځی «د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسې» په تخنیکې مرسته جوړ شوی دی.
نوموړې زیاته کړی چې دا ښوونځی د کندهار ښار د نهمې ناحیې په «میانکو» سیمه کې د نجونو او هلکانو د لومړنیو زدهکړو لپاره ودان شوی دی.
د دغه ښوونځي پر جوړولو ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځي دروازې تړل شوې دي.
که څه هم د نجونو زدکوونکو پرمخ د ښوونځيو د تړل کېدو ۹۰۰ ورځې پوره شوې؛ خو طالبان یې لا د پرانېستلو په اړه څه نه وايي.