۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې په دغه ولایت کې یو زلمي ځان وژلی دی.
د نوموړې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي شنبه د غبرګولي پر ۵مه ویلي چې دا پېښه پرون مازیګر د دغه ولایت شیرزادو ولسوالۍ اړوند په ودیسار سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، دا کس له تېرو درېیو ورځو راهیسې له کوره وتلی و چې مړی یې د سیمې اوسېدونکو له خوا وموندل شو.
زابلي د دغه کس د ځانوژنې لامل او څرنګوالي په اړه څه ویلي نه دي.
بل پلوه، سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې دغه ځوان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو لامله ځانوژنه کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو را وروسته د اقتصادي او مالي ستونزو لامله د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.
څه موده وړاندې د تخار مرکز تالقان اړوند په خطایان کلي کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ لامله ځان وژلی و.