۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې د طالبانو د کډوالو چارو ریاست سرچینې وایي، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې په ایران کې، د وژل شویو ۴۷۰ افغان کډوالو جسدونه دغه ولایت ته لېږدول شوي دي.
د نيمروز د مهاجرينو چارو رياست يوې سرچينې، شنبه (د کب۱۳مه) له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د يادو جسدونو د هويت او دا چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شته او که نه؛ څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې ۸صبح ورځپاڼې په نیمروز کې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې په ایران کې په بېلابېلو پېښو کې، د وژل شویو افغان کډوالو ۴۵ جسدونه د مرغومي په میاشت کې او ۵۵ یې د لړم په میاشت کې، نیمروز ته لېږدول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي، تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
له ایرانه افغانستان ته د سلګونو افغان کډوالو د جسدونو د لیږدولو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې، په ایران کې ولسي لاريونونه ددغه هېواد د پوځي ځواکونو له خوا سخت ځپل شوي دي. په دغو لاریونونو کې د افغانانو د ګډون راپورونه هم خپاره شوي دي.