نړيوالو رسنيو خبر ورکړى، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو سيمو کې ١١ اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي.
د فلسطین ویب پاڼې الیوم شنبه د جون پر ۱۵مه د اسرائیلي چارواکو له خولې د دغو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې د دغو ځواکونو اته تنه په رفح کې پر زغروال موټر د چاودنې له امله وژل شوي دي.
دغه راز دوه نور اسرائیلي پوځیان په غزه کې د حماس د ځواکونو په برید کې وژل شوي دي.
بلخوا، اسرائیلي چارواکو ویلي دي، چې یوه اسرائیلي سرتېري چې څو ورځې وړاندې ټپي شوی و، د شنبې په ورځ ساه ورکړې ده.
د يادونې وړ ده، چې په وروستيو مياشتو کې په غزه کې د اسرائيلي پوځيانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
څو ورځې وړاندې هم د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې له حماس سره په جګړه کې د دغه هېواد لږ تر لږه ۱۴ پوځیان ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د اکټوبر له اوومې راهیسې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر څه باندې۶۶۰ تنو رسېدلی دی.