۸صبح، کابل: په ننګرهار کې د جنايي پېښو د زیاتوالي په دوام، ځايي سرچينې د دغه ولایت په مرکز کې د يو مستري د وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې سېشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دوه ورځې دمخه د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې ناپېژاندو کسانو يو مستري د چړې په ګوزارونو وژلى دى.
سرچینه وايي چې دا کس خپل کور ته د ستنېدو پرمهال د ناپېژاندو کسانو له خوا ټپي شوی او وروسته یې په روغتون کې ژوند بایللی دی.
د دې مستري د وژل کېدو لامل نه دی څرګند او طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې سرچینې شنبه د چنګاښ پر ۹مه د ناپېژاندو کسانو له خوا په جلالاباد ښار کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم وسلهوالو غلو د ننګرهار په مرکز کې یو ځوان وواژه.
په ننګرهار کې وروستیو هدفي او جنايي وژنو او همداراز وسلهوالو غلاوو زیاتوالي د دغه ولایت د ولسونو اندېښنې راپارولي دي.