د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي د چورلکې لوېدو پېښې تر شا د ورانکارۍ د اټکل په هکله ګڼې پوښتنې او ګومانونه راپورته کړي دي.
تسنیم خبري اژانس جمعه د مې پر ۲۴مه د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز په حواله د دغه بنسټ د لومړي راپور لنډیز خپور کړی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې د چورلکې په پاتې برخو کې د مرمۍ نښې او یا د ورته پېښې نښې نه وې او له پېښې یوه نیمه دقیقې دمخه د رئیسي د چورلکې پیلوټ له دوو نورو چورلکو سره اړیکه نیولې وه.
د دغه راپور پر بنسټ، د چورلکې د پیلوټ او د خوندیتوب برج ترمنځ په اړیکه کې کومه مشکوکه پېښه نه ده موندل شوې او پېښه له لوړ ځای سره د چورلکې تر ټکر وروسته رامنځته شوې ده.
که څه هم په دغه راپور کې ویل شوي چې د هوا وضعیت د خرابوالي له کبله د پېښې ځای معلومول تر شپې وځنډول شو؛ هغه پوښتنه چې دا چورلکه له نورو چورلکو او د خوندیتوب برج سره په اړیکه کې وه، د پېښې ځای ژر نه دی معلوم شوی، لا هم په خپل ځای پاتې ده.
هېره دې نه وي چې د دې پېښې په تړاو څیړنه لا هم بشپړ شوې نه ده او تر پشپړ کېدو وروسته به وړاندې شي.
د یادونې ده چې د ایران ولسمشر ابراهيم رئیسي، بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان او يو شمېر نور چارواکي د تېرې اوونۍ د يکشنبې په ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د چورلکې لوېدو په پېښه کې مړه شول.
د چورلکې په لوېدو کې د هغوی مړېنې په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر ویلي چې که څه هم هېواد یې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پر مړینه خواشیني څرګندوي؛ خو دا حقیقت د ایراني ولس په ځپلو کې د هغه کارنامې نه بدلوي.