په پاکستان کې د ټولټاکنو د پایلو پر ضد د ګڼو شکایتونو سربېره انور حق کاکړ ویلي چې «خلکو د دغو ټاکنو پایلې منلې دي.»
د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر د سېشنبې، فبرورۍ پر ۱۳مه د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د وروستیو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون او پوځ له کړنو دفاع کړې ده.
هغه د سیاسي ګوندونو او لاریونکوونکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د پاکستان په ټولټاکنو کې درغلۍ شوې دي.
کاکړ زیاته کړې چې ټاکنې د پارلمان له لوري د تصویب شوي قانون او کړنلارې پر بنسټ ترسره شوې دي.
هغه همداراز د پاکستان پر سیاسي ګوندونو نیوکه کړې چې د پاکستان د ټاکنیزو تشو د حل لپاره د «اغیزمنو قوانینو» په جوړېدو کې پاتې راغلي دي.
د پاکستان ټولټاکنو وروستۍ پایلې د یکشنبې ورځ، فبرورۍ پر ۱۱ مه اعلان شوې چې په کې سیاسي ګوندونو ډېرې څوکۍ ګټلې؛ خو د هېواد د راتلونکي حکومت د جوړېدو لپاره یې کافي څوکۍ نه دي ګټلي.
په دغو ټاکنو کې د نواز مسلم لیګ ګوند د دغه هېواد په پارلمان کې ۷۹ او د خلکو ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلي دي.
د پاکستان د ټولټاکنو د وروستیو پایلو پر بنسټ، خپلواکو نوماندانو چې ډېری یې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړي دي، ۱۰۱ څوکۍ ګټلې دي.
دا لا څرګنده نه ده چې خپلواک نوماندان د ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه په مذاکراتو کې څه دریځ لري.
عمران خان په څو قضیو کې مجرم پېژندل شوی او اوس په زندان کې دی. هغه نه شي کولای چې د خپل محکومیت تر پایه پورې کوم دولتي پوسټ ترلاسه کړي.