افغانستان د سیاسي او اقتصادي ستونزو ترڅنګ له اقلیمي بدلونه هم کړېږي. د ځمکې لاندې اوبو کمی، ځپونکي سېلابونه، د تودوخې درجې لوړېدل، د ورښتونو کمی، بې وخته بارانونه او د هوا په رطوبت کې بدلونونه بیا په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون لويې نښې ګڼل کېږي. تازه د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د اقلیمي بدلانه له اغېزو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه سازمان په خبره، په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له ستونزو کړېږي او د دغه هېواد ۱۶ سلنه سیمې بیا د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي. ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي چې دا هېواد د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په سر کې دی او په وینا یې، په دې برخه کې دې ګډې هڅې وشي. بل پلوه، طالبانو بیا د دولتي او نړیوالو بنسټونو استازو سره په ګډه د اقلیمي بدلون په اړه د درې ورځني کنفرانس جوړېدو خبر ورکړی دی. طالبانو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د اقلیمي بدلون په تړاو ځنډول شوې پروژې بېرته پېل کړي او دغه راز تخنیکي او مالي مرستې دې له سیاسي مسایلو پرته په پام کې ونیسي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د «ځمکې نړیوالې ورځې» په مناسبت ټينګار کړی چې افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلون څخه کړېږي او باید له دغه هېواد سره د مرستو او ملاتړ په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته وشي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له ستونزو کړېږي او ۱۶ سلنه د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي. د دغه سازمان په خبره، دمګړۍ ۷۹ سلنه افغانې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
نوموړي سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د «ځمکې ورځې» نمانځلو په مناسبت د دغه سازمان په انګړ کې یوه ونه کېنولې او له ټولو افغانانو یې غوښتنه کړې چې د خپلې کُرې د خوندي کولو او چاپېریال زرغونولو لپاره هڅې وکړي.
ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د «ځمکې نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په سر کې دی. هغې په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د ځمکې نړیواله ورځ موږ ته رایادوي چې په خبره یې، د ځمکې کُرې خوندي کول د ټولو دنده ده.
نوموړې زیاته کړې: «کوچني کارونه لوی توپیر رامنځته کوي او افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په سر کې دی. راځئ په ګډه کار وکړو؛ ترڅو د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو مخه ونیسو او ښې راتلونکې ته وده ورکړو. که دا چاره موږ ونه کړو، نو څوک یې وکړي؟»
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یو بل راپور کې لیکلي و چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د اقلیمي بدلون د اغېزو له اړخه په نړۍ کې شپږم ځای درلود او څلورم هېواد دی چې د لوړې کچې طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دی.
د دغه راپور په حواله، په افغانستان کې له ۱۹۵۰ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د هوا تودوخه ۱.۸ سانتي ګرېډ درجه لوړه شوې چې په منځنۍ کچه له نړیوالې تودوخې ۱.۵ درجې سانتي ګرېډه لوړوالی ښيي. د دغه سازمان په خبره، د هوا تودوخې دغه بدلون پر کرنې او د دغه هېواد پر اقتصادي څرخ ویجاړونکی اغېز کړی او د نښتو، بېوزلۍ او بېځایه کېدو ګواښ یې ډېر کړی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې په افغانستان کې بېوزله او زیانمنوونکي کسان بیا له اقلیمي بدلونه ډېر اغېزمن دي. دغه بنسټ د افغانستان پېچلو ننګونو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنو ته په اشارې ټینګار کړی چې وچکالي، سېلابونه، د ځمکې تخریب او د کرنیزو محصولاتو کمښت بیا په دغه هېواد کې تر ټولو جدي ګواښونه دي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، څه باندې ۸۰ سلنه افغانان بیا د ژوندي پاېدو لپاره طبیعي سرچینو پورې تړلي دي، داسې چې یوازې ۱۲ سلنه ځمکه د کرنې وړ او ۶ سلنه یې تر کښت لاندې ده. راپور کاږي چې اقلیمي بدلون پر اوبو، خاورې او کرنیزو محصولاتو ناوړه اغېز کړی او د میلیونونو خلکو ژوند یې د لوږې او خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي: «سېلاب د افغانستان لپاره پرلپسې ګواښ دی چې هر کال شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره زیان اړوي چې په منځنۍ کچه ۳۳۵ زره کسان د محدودو زېربناوو له کبله تر اغېز لاندې راولي. پر دې سربېره، د وچکالۍ له کبله له یو ځایه بل ځایه ته تګ د ګواښ تر کچې رسېدلی دی.»
د دغه راپور د موندنو له مخې، د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي له محیطي اړخه په ناامنه چاپېریال کې ژوند کوي چې د اوبو او هوا ګواښونو پر وړاندې محدود انعطاف لري. د راپور په حواله، افغانستان له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د اقلیمي بدلون له پلوه تر ټولو ډېره بېځایه کېدنه تجربه کړې چې ۲.۳ میلیونه وګړي بیا د وچکالۍ له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. نوموړي سازمان ویلي چې له دې چارې سره د مقابلې لپاره بېړنیو ګامونو ته اړتیا ده او دا کار د اقلیمي عدالت د تامینولو او افغانستان د ډلهییزو هڅو مرکز ته د راوستلو له لارې ترلاسه کېدای شي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې له ۱۰ کسانو څخه ۸ یې ناپاکې اوبه څښي او ۹۳ سلنه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو له اړخه د زیان له لوړې کچې سره مخامخ دي.
ورته مهال، د طالبانو رسنیو مرکز راپور ورکړی چې په افغانستان کې یې د اقلیمي بدلانه د زیانونو او ناوړه اغېزو په هکله د دولتي او نړیوالو بنسټونو د استازو په حضور کې درې ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده.
د دغه مرکز د معلوماتو په حواله، په دې غونډه کې ګډونوالو د اقلیمي بدلون د زیانونو او ناوړه اغېزو او د اقلیمي بدلون په برخه کې د ځنډول شویو پروژو د بیا پېل په اړه هر اړخیز بحث کړی دی. په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې له سیاسي مسایلو پرته خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ځنډول شوې پروژې، بېرته پېل کړي.
د غونډې ګډونوالو زیاته کړې چې پرلپسې وچکالۍ، سېلابونو، د اوبو او کرنیزو محصولاتو کمښت د خلکو لپاره ډېر ستونزې جوړې کړې دي او د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شویو ننګونو سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا ده.
تر دې وړاندې له لوږې سره د مبارزې سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د اسلامي بشردوستانه مرستو سازمان، د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان او نړیوال ورلډ وېژن سازمان په افغانستان کې د اقلیم له اړخه د چاپېریالي ژوند خرابېدو په تړاو خبرداری ورکړی و. د دغو سازمانونو په ګډې ویناپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لږ تر لږه ۲۵ ولایتونو د وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د اقلیمي بدلانه په اړه دغو اندېښنو داسې مهال زور اخیستی چې څو ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي و چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پاېله کې ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان شوي دي. د نوموړي وزارت په خبره، دغو سېلابونو شاوخوا ۶۰۰ څاروي هم له منځه وړي او کرنیزو ځمکو ته یې د زیان ترڅنګ دوه زره او ۶۲۷ کورونه هم زیانمن کړي دي.