۸صبح، کابل: خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې اروپايي ټولنه د افغان زدهکوونکو د خوراکي خوندیتوب پیاوړتیا په موخه، دغه بنسټ ته ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کوي.
خوړو نړیوال پروګرام چهارشنبه د غبرګولي پر ۹مه په یوې اعلامیې کې لیکلي چې په دې سره به وکولای شي په فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتیکا، روزګان او زابل کې د څه باندې ۱۰ زرو ښوونځيو پر زدهکوونکو بیسکټ یا دودیز تولید شوي مغزي خواړه وویشي.
د اعلامیې په حواله، په څلورمو او شپږمو ټولګیو کې پر زدهکوونکو نجونې به نباتي غوړي او نغدې پيسې هم ووېشل شي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولې هیسو ویلی ویلي چې دغه بنسټ په ښوونځيو کې د تغذیې پروګرام شاوخوا دوه لسیزې وړاندې پېل کړی.
د نوموړې په وینا، خوړو نړیوال پروګرام تېر کال له ۱.۵ میلیونه ماشومانو ملاتړ کړی او د مرستو په رسولو کې یې اروپايي ټولنه نږدې شریکه وه.
اروپايي ټولنې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ښوونیز چاپېریال ښه کولو لپاره مرستې کړې دي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته په تېرو څه کمو درېیو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی دی.