۸صبح، کابل: د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو یو ایراني بنسټ ویلي چې ایران د دغه هېواد د شیراز په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام کړي دي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه په یو خپاري کړي راپور کې ویلي چې دا دوه کسان عليالله بخش او افضلالله بخش نومېدل.
د راپور په حواله، دا کسان د ایران قضايي بنسټونو له خوا د مخدره توکو اړوند تورونو له کبله په اعدام محکوم شوي وو.
د نوموړي سازمان په خبره، عليالله بخش او افضلالله بخش چې درې کاله مخکې نیول شوي وو، دوه ورځې وړاندې اعدام شول.
ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
د روان کال په ثور میاشت کې د ایران بشري حقونو سازمان ویلي چې د ۲۰۲۲ کال پرتله په ۲۰۲۳ کال کې ایران د مخدره توکو اړوند تورونو له کبله د اعدامونو کچه ۸۴ سلنه پورته کړې وه.
په ۲۰۲۳ کال کې ایران د افغانانو په ګډون ۴۷۱ کسان مخدره موادو پورې اړوند تورونو په تور اعدام کړي، داسې چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵۶ کسان وو.