له ټولو نیوکو، نیمګړتیاوو او ستونزو سره سره بالاخره د ایران د پارلمان دوولسم پړاو ټاکنې ترسره شوې او د یوې برخې پایلې یې هم اعلان شوې. د خلکو ګډون هغسې نه و، لکه څنګه چې یې د ایران اسلامي جمهوریت هیله لرله. سره له دې چې حکومت د خپلو رایو کارولو ته د خلکو د هڅولو په برخه کې خپل ټول وس وکاراوه، خو بیا هم د تېرو کلونو په پرتله د ګډون کچه ټیټه وه. د ایران اسلامي جمهوري دولت ان په لویو ښارونو کې د جمعې له امامانو هم غوښتي وو، چې له آیتونو او روایاتو په ګټې اخیستنې سره په ټاکنو کې ګډون ته خلک وهڅوي، خو دې کار هم پایله ورنه کړه. البته ځينې د جمعې امامانو په دې مسأله کې دومره افراط وکړ، چې په ټاکنو کې له ګډونه نټه يې له اسلامه له مخ اړولو سره یو شان وبلله. په حکومت پورې تړلې رسنۍ هم فعالې وې او ان د جمعې تر امامانو یې هم په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو بیا هم غشی پر سم ځای ونه لګېد. حکومتي چارواکوهم په ځلونو له ایرانیانو وغوښتل، چې په ټاکنو کې له شور او ځوږه ډک ګډون سره دښمنان ناهيلي کړي، خو پایله یې هغه څه وه، چې اسلامی جمهوریت ونه شوی کړای پرې وویاړي.
د راپورونو له مخې، د باطلو رايو شمېر زيات دى او د ډېرو له خوا د درغليو ادعاوې هم شوې دي. ټاکل شوې ده، په څوارلسو ولایتونو کې دویم پړاو ټاکنې ترسره شي، ځکه چې نوماندان نه دي توانیدلي چې نصاب (لږ ترلږه د ټولو رایو ۲۰سلنه) پوره کړي چې دا د خلکو د ګډون د کچې د ټيټوالي ښودنه کوي. ویل کېږي، چې د تهران د نیمايي څوکیو لپاره به دویم پړاو ټاکنې ترسره شي. په دولتي ادارو پورې تړلې رسنۍ وايي چې د خلکو د ګډون کچه ۴۱ سلنه وه، خو نادولتي بنسټونه او رسنۍ یې تر دې ټيټه ګڼي.
په ټاکنو کې د ګډون ټیټه کچه تر ډېره د دریو عواملو له امله اغیزمنه شوې وه: اقتصادي ننګونې، د مهسا امیني مړینه او د نظام د یو لاس کېدو ګواښ. د ایران اسلامي جمهوریت له پیله تر اوسه له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، ځکه چې د اټومي وسلو په لټه کې دی، له لوېدیځ سره د دښمنۍ ډول ووهي او د اسرائیلو د تباهۍ هیله لري. هغه څه چې د عامه افکار له هر کلي سره نه دي مخ شوي. د بندیزونو بیه هم خلک پرې کوي، نه د ایران سلامي جمهوریت. د «ښځې، ژوند، ازادۍ» په نوم د غورځنګ په اډانه کې اعتراضونه چې د مېرمن اميني له مړينې وروسته رامنځته شول او د دولت له خوا وځپل شول، د ملت او دولت ترمنځ واټن لاپسې ژور کړ. له دغو اعتراضونو وروسته، د اسلامي جمهوریت اړیکې نه یوازې له خلکو سره بلکې له لوېدیځې نړۍ سره هم د پخوا په پرتله خړې پړې شوې. د نظام د یو لاس کولو لپاره هڅې هم په ټاکنو کې ګډون ته د خلکو د نه لېوالتیا لامل شوې دي. دا ځل د واک دستګاه داسې عمل وکړ، چې له مخکې څرګنده وه چې هوډ لري چې د یو لاس کولو تګلاره د دولسم پارلمان په جوړېدو سره بشپړه کړي. له همدې امله د اصلاح غوښتونکو غورځنګ د نوم لیکنې له پیلېدو مخکې د ټاکنو له بهیره خپله ناخوښي څرګنده کړه، تر دې چې د دغه غورځنګ تر ټولو مشهور شخصیت او پخواني ولسمشر محمد خاتمي هم د رایې ورکونې مرکز ته له تګه ډډه وکړه او ادعا یې وکړه چې غوره ګڼي د اعتراض کوونکو ترڅنګ پاتې شي. د ساتونکو(نګهبان) شورا هم هڅه وکړه، چې د کاندیدانو د صلاحیت د رد او تایید پرمهال د غیر بنسټپالو مخه ونیسي.
د ټاکنو پایلې ښيي، چې د یو لاس کولو تګلاره به عملي کړي او د ایران دولسم پارلمان به یو غږ ولري. دا چې د ایران د اسلامی جمهوریت مشر ایت الله علي خامنه اي دولسم پارلمان «خوږ» وباله، لامل یې د هغه یو لاس کول او یو غږ کول دي: «نوی استازي باید د نوې پارلمان خوږوالی له منځه یونه سي.»
د ایران په پارلمان کې د بنسټپالو پراخ حضور د افغانستان د خلکو لپاره عواقب لري او هغه له طالبانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د اړیکو پیاوړتیا ده. اوسني بنسټپالي د طالبانو په تړاو ډېر خوشبینه نظر لري او د دې ډلې پر وړاندې د جګړې ملاتړ نه کوي او پر ځای یې تعامل د پرمختګ لاره ګڼي. دغه غورځنګ چې پخپله د لوېدیځ ضد دی، د طالبانو له ظاهري لویدیځ ضد شعارونو خوښ دی او هڅه کوي چې دغه ډله په منځني ختیځ کې د مقاومت نومي غورځنګ د غړي په توګه معرفي کړي. خو اصلاح غوښتونکی غورځنګ چې د بنسټپالو سیال دی، له طالبانو سره د اړیکو په تړاو محتاط دی، ځکه چې نه هغه پخپله د لوېدیځ ضد دی او نه هم د طالبانو لوېديځ ضديت ورته ډېر مهم دی. په ایران کې د اصلاح غوښتونکو غورځنګ له بېلابېلو تورونو سره مخ دی، چې ښايي تر ټولو اسانه یې دا وي چې لوېدیخ پالی یا لوېدیځ ځپلی دی. د اصلاح غوښتونکو په نقد کې بنسټپالان تر دې بریده مخته ځي چې هغوی د «ولایت فقهې» په مفکورې باندې په بې باورۍ تورنوي. کله ناکله که په ایران کې د طالبانو د مخالفت غږ هم پورته شوی دی، نو د اصلاح غوښتونکي غورځنګ او اړوندو رسنیو یې پورته کړی دی.
په ځلونو لیدل شوي چې د بنسټپالي غورځنګ مطروحو شخصیتونو او ورسره تړلو رسنیو د طالبانو ستاینه کړې ده. کله چې طالبان بیا واکمن شول، د بنسټپالو او اصلاح غوښتونکو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه، لومړني طالبان ښه او وروستني یې بد بولي. په اسلامي شورا کې هغو کسانو چې د بنسټپالي غورځنګ غړي دي، د طالبانو په ملاتړ خپل غږ پورته کړی دی. د بېلګې په توګه، په یوولسم پارلمان کې د تهران استازی احمد نادري چې طالبان یې «د سیمې اصلي غورځنګ» بللی و، په بنسټپالي غورځنګ پورې اړوند څېره ده. څه موده وړاندې د یوولسم پارلمان غړي او مشهورې بنسټپالې څېرې محمود نبویان چې له یو شمېر استازو سره کابل ته تللی و، ایران ته له راستنېدو وروسته یې د طالب چارواکو ستاینه وکړه، چې غبرګونونه یې راوپارول: «د طالبانو په تړاو چې نن پر افغانستان واکمني کوي، ځینې فکر کوي چې دا کسان ترهګر دي چې دا خبره سمه نه ده. نن ورځ له کلتوري پلوه د طالبانو په ليکو کې ډېر پرمختګ شوى، داسې چې له موږه یې وپوښتل غواړئ د شهيد مطهري له کتابونو ګټه واخلو او څنګه کولای شو دغو کتابونو ته لاسرسی پیدا کړو او پښتو ته یې وژباړو؟ د ویلو ده چې محمود نبویان په اوسنیو ټاکنو کې د ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره دولسم پارلمان ته لاره پیدا کړه.
ځینې بنسټپالې رسنۍ د طالبانو دومره خوا نیسي، چې د دې ډلې په تړاو د ایران د اسلامي جمهوري دولت د ځینو چارواکو پر څرګندونو نیوکې کوي، چې یقیناً جالبې دي. د بېلګې په توګه، د روان کال د زمري په میاشت کې امیر عبداللهیان د ایران په کونسلګرۍ کې د طالبانو له خوا د ایراني ډیپلوماټانو د وژل کېدو په تړاو ټویټ وکړ، چې وروسته یې د بنسټپالو رسنیو غبرګون راوپاراوه: «د زمري په ۱۷مه، طالبانو په مزارشریف کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ برید وکړ او یو جنایت یې ترسره کړ.» فارس خبري اژانس چې په سپاه پاسداران او بنسټپالي غورځنګ پورې اړه لري، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر پر ټویټ نیوکه وکړه او ویې لیکل: «دا د حیرانتیا خبره ده، چې د بهرنیو چارو وزیر سره له دې چې څو ځلي یې د طالبانو له چارواکو سره کتلي او کوربتوب یې کړی، خو د دغو مسایلو له حساسیت او هغو زیانونو بې خبره دی، چې د ایران پر رژیم او خلکو د دا ډول څرګندونو له امله تحمیلېدای شي.»
له طالبانو سره د اسلامي جمهوریت اړیکې ترهغې وروسته پیاوړې شوې چې په سیمه کې یې بهرنۍ پالیسي د سپاه پاسداران د قدس ځواک لاسته ولوېده او ملکي ځواکونه څنډې ته شول. د عراق او سوریې په خاوره کې د داعش ظهور او په ۲۰۱۴ کال کې د امنیتي تړون له لاسلیک کېدو وروسته، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور غځېدل د دې لامل شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک رول تر پخوا پیاوړی شي. له همدې امله قدس ځواک د امریکا او داعش پر وړاندې د جګړې د دوام لپاره له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو ته ترجیح ورکړه. سپاه پاسداران پوهېده او پوهېږي چې طالبان یوه سخت دریځې او د شیعه ګانو ضد ډله ده، خو هڅه یې وکړه، چې د داعش پر ضد یې وکاروي او یا لږ تر لږه د دې ډلې په لیکو کې یې د شاملېدو مخه ونیسي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په کابل کې د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي او د قمي مرستیال حسن مرتضوي درې واړه د سپاه پاسداران غړي یا د دغه ځواک باوري شخصیتونه دي. د ایران او طالبانو تر منځ اړیکې هم له دې امله ګرمې پاتې شوې چې په سیمه کې یې بهرنۍ پالیسي سپاه محوره ده.
له طالبانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت نږدېوالی د افغانستان د خلکو په زیان دی، ځکه ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی. په دغه هېواد کې د پخواني حکومت ډېر شمېر نظامیان هم مېشت دي. کله چې له طالبانو سره د ایران اړیکې ښې وي، کولای شي په اسانۍ سره کډوال وباسي، ځکه چې د طالبانو امارت کولای شي خپل پخواني نظامیان او خپل مخالفین په ډیرې اسانۍ سره په نښه کړي. همدا راز په تهران کې د افغانستان سفارت لا طالباني کیږي چې هغه پناه غوښتونکي او کډوال چې له طالبانو سره ستونزې لري، هلته مراجعه نه شي کولای. کله چې له طالبانو سره د تهران اړیکې ګرمې وي، د دې ډلې له مخالفو ځواکونو سره ښې اړیکې نه شي لرلی. ایران دا مهال د طالبانو له ځینو مخالفو جبهو سره عادي خو محدودې اړیکې لري، د یوه متحد او د طالبانو د ملاتړي پارلمان په جوړیدو سره دا له امکانه لېرې نه ده، چې دا اړیکې لا محدودې او بالاخره پرې شي. البته دا کار په هغه صورت کې کېدای شي چې طالبان هم د تهران غوښتنو ته غاړه کیږدي، که نه نو یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت یو لاس کېدل د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د تودېدو لامل نه شي کېدای.