۸صبح، کابل: د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له افغانستان سره پر پولې د دیوال جوړولو راپورونه رد کړي او ویلي دي چې تهران له دغه هېواد سره د پولې د تړلو په اړه ارزونه کوي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله، وحیدي دا څرګندونې چهارشنبه د سلواغې پر ۱۸مه د ایران او افغانستان ترمنځ پوله کې د دیوال جوړولو په اړه د دغه هېواد د کابینې غونډې په څنډه کې یوې پوښتنې ته په غبرګون کې کړې دي.
نوموړي دغو اوازو ته په غبرګون کې ویلي: «د دیوال جوړولو اړتیا نه شته؛ بلکې خبره د پولې بندول دي چې په لټه یې یو.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر له دې وړاندې هم ویلي و چې د «پولې بندولو پلان» له پاکستان او افغانستان سره د دغه هېواد په پوله کې پلی کېږي.
نوموړي یادونه کړې وه: «د پولې هغه برخې چې ناسمې کارول کېږي، لومړیتوب کې دي.»
که څه هم ایراني دولت د پولو د بندولو د لامل په اړه څه ویلي نه دي؛ خو ښايي چې دا پرېکړه دغه هېواد ته د ناقانونه افغان کډوالو د ننوتلو د مخنیوي او امنیتي اندېښنو له کبله نیول شوې وي.