د تېرو ۴۷ کلونو پېښې د افغانانانو لپاره لوی درس شمېرل کېږي تر څو له دغې اوږدې مودې ناورین نه د لاسته راغلو تجربو په روښنايي کې د خپل هېواد لپاره غوره راتلونکې جوړه کړي. له شک پرته چې سقوط یا د جمهوریت نظام په ګډون د سیاسي نظامونو پرلپسې له منځه تلل، بهرني لاملونه هم لري؛ خو که چېرې په صادقانه او له ریا پرته د یادو نظامونو په له منځه تللو کې د اغېز لرونکو لاملونو ارزونه ترسره شي، دا به ومومو چې د تېرو کلونو ناخوالو اصلي ریښې چې زمونږ څو نسله د هغه شاهدان دي، د خپلو افغانانو تر پښو لاندې دي او په حقیقت کې د واک پر څوکۍ د پاتې کېدو لپاره د هېواد د سیاسي قشر غیر مسوولانه چلند او له حد نه زیاد حرص، د نورو لپاره د لاسوهنې فرصت برابر کړی دی. دغه تاریخي تریخ حقیقت ته هېڅکله بدلون نشو ورکولای او د هغه ردول، د خپل ځان او د نورو د غولولو په مانا ده.
له همدې امله، د افغانستان د ستونزو یوازینۍ د حل لاره دا ده چې افغانان د ټولو موضوعاتو او مهمو ملي مسایلو په اړوند خپله لاره او افکار اصلاح کړي. د تېرو څو کلونو پېښو ته په لږ کتنې وینو چې د روان توپان لومړنۍ جرقې چې زمونږ ټول شته یې له لمنځه وړلو سره مخ کړي دي، له دښمنیو او شخصي عقدو نه پیل شوي او په تدریج سره نور غیر مدني چلندونه لکه له واک نه د یو بل د لیرې کېدو لپاره توطیه جوړول، انتقام اخیستنه، د سیاسي مخالفینو پر مخ د سیاسي او مدني فعالیت د ساحې تنګول، د مخالفینو لیدلوري او نظرونه له هغه سره اضافه شول. سربېره پر دې، د نورو سیاسي ډلو او د افغانستان د ټولو خلکو مشروع غوښتنو لپاره د کافي سیاسي درایت او بصیرت نلرل، د ځان غوښتنې ژور حس، د واک غوښتنې جنون او د ملي ګټو په پرتله شخصي او ډله ییزو ګټو ته ترجیح ورکول، د یاد ناورین له حد نه زیات د ژور کېدو لامل شوی دی.
له همدې امله، تېر نظامونه سره له دې چې د واک او د خپل سیاسي نظام د بقا په موخه یې خپل ټول ځواک یې د قومي، ګوندي او ژبني یوځای کېدو لپاره په لګښت ورسول او حتی هغوی چې د دننه سنتي ابزارو سربېره، د بهرنیو ځبرځواکو ملاتړ ته سترګې نیولې وې، په پایله کې د سیاسي په بن بست کې له دننه نه له منځه ولاړل. طالبانو هم تر دا مهاله خپلو ژمنو ته چې د منل شویو قواعدو او معیارونو پر بنسټ چې په هغه کې د افغانستان د خلکو واک د حاکمیت د اصلي محور په توګه پېژندل شوی وي، عمل نه دی کړی. د کابل د نیول کېدو په لومړیو ورځو کې، طالبانو د ټولګډونه دولت جوړول د د ډلییز او ملي یووالي د یوازیني منل شوي محور په توګه د افغانستان له خلکو او نړۍ سره ژمنه وکړه چې تر دا مهاله عملي شوې نه ده او افغانستان یوځل بیا له سیاسي بن بست سره مخ شوی دی.
اوس مهال د دولت د جوړولو په هکله د طالبانو په لیدلوري کې مخالفتونه لیدل کېږي. د دې ډلې ډېری مشران اوسنی حکومت ټولګډونه بولي او په دې برخه کې د خبرو اترو پیلول، یو غیر ضروري امر او بې ګټې بولي. په داسې حال کې چې د هغوی یو شمېر نور یې، د دا شان حکومت د رامنځته کېدو بحث له ریښې ردوي او هڅه کوي اوسنی امارتي نظام په هر قیمت چې کیږي، په افغانستان کې بنسټیز کړي. خو داسې کسان شته چې د داشان یو حکومت د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار لري.
له دې سره هم مهاله، د نورو سیاستوالو په کچه هم د ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو په اړه بېلابېل لیدلوري او نظرونه شته. دغه راز د سیمې او نړۍ هېوادونه هم سره له دې چې د ټولګډونه حکومت رامنځته کول د افغانستان د ناورین د حل لپاره یوه ګټوره حل لاره بولي، خو د دغو هېوادونو هر یو یې ددغه حکومت د ډول او ماهیت په اړه بېلابېل لیدلوري لري. مهمه دا چې تر دا مهاله هېڅ یوې داخلي او بهرني لوري ددغه حکومت ځانګړی مدل غوښتنه نه ده کړې او له دغه حکومت نه یې کوم واحد تعریف هم ندی وړاندې کړی.
له همدې امله، د ټولګډونه حکومت په اړه بېلابېل لیدلوري چې په ملي او نړۍواله کچه شتون لري، د لاندې مطالبو او موردونو ذکر حتمي بولم:
له شک پرته چې د ټولګډونه حکومت غوره او حقیقي مدل د خلکو د معتبره رایو پر بنسټ د حکومت رامنځته کول دي چې په قانون کې د مخکې نه وړاندې شویو شرایطو له مخې، مخ پر وړاندې ځي. خو دا چې د افغانستان اوسني شرایط له هېڅ راز پلوه د رڼو ټولټاکنو د پرلاره اچولو لپاره برابر نه دي، دا ایجاب کوي تر څو د دا شان ټولټاکنو د پر لاره اچولو د زمینې برابرولو لپاره، یو ټولګډونه لنډمهاله حکومت جوړ شي. په دې طرحه کې د بحث محور، د ټولګډونه لنډمهاله حکومت دی چې باید له قانوني ټولګډونه حکومت سره تعبیر نشي.
په دې برخه کې، لومړنی ګام چې باید ترسره شي، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو چټک پیلول دي. البته د پروسو د منظمو پرمخ بیولو لپاره غوره ده ترڅو دغه بهیر د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې، خو د هر ډول بهرني لاسوهنې او فشار پرته ترسره شي. مهمه ده چې ددغه خبرو د بحث موضوع او د هغه سرې کرښې له وړاندې په نښه او ولیکل شي. هغه څه چې ددغو خبرو بریا تضمینوي، د هغه د ګډونوالو نیک نیت او له هر ډول تعصب او تبعیض نه تش اوسېدل دي. پر هغو موقفونو ټینګار چې له ملي ګټو سره په ټکر کې دي، دغه خبرې به بل لوري خواته یوسي او د نړۍ په کچه د افغانستان د خلکو د سر ټیټوالي لامل به شي.
له شک پرته د افغانستان د سیاسي ډلو په تېره د ښځو او تکنوکراتانو ګډون او شمولیت، د دغو ملي خبرو اترو مرکزي ټکی بلل کېږي. د ښځو په غوره حضور سره د لنډمهاله ټولګډونه حکومت جوړول دا مهال د ښځو او نړۍوالې ټولنې په اصلي غوښتنې تبدیله شوې ده.
ایا د ملي خبرو اترو په پایله کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره عملي امکان شته؟
هغه څه چې په اړه یې یادونه وشوه، بیا هم د افغانستان د غوښتنو او د سیمې او نړۍ د هېوادونو د تمو پر بنسټ د ټولګډونه دولت د رامنځته کېدو وړتیا او د تحقق امکان یې شته. تر ډېره ددغه امکان پیدا کول، د سیمې او نړۍوالو په فشارونو پورې اړه لري له هغه پرته د طالبانو سیاسي او پوځي مخالفین په اوسنیو شرایطو کې د ټولګډونه حکومت لپاره پر طالبانو د پیاوړي فشار د تحمیل په موخه دومره واک نه لري.
د افغانستان ګاونډي هېوادونه هر یو یې د سیمه ییزو ګډو ګټو او دغه راز د خپلو ملي ګټو پر بنسټ، باید په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي. د یو شمېر دولتونو د ستراتیژیک لیدلوري له مخې، د طالبانو له لوري د ټولګډونه حکومت رامنځته کول، په لویو سیاسي پرېکړو نیولو کې د افغانستان د ټولو قومونو د غوره ګډون زمینه برابروي. په افغانستان کې د نه ټولګډونه حکومت په اړه د نړۍوالې ټولنې اندېښنه، د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې سره توپیر لري. هغوی تر ډېره د ښځو پر حضور، د خلکو ارادې، د ښاروندۍ پر حق او په نورو نړۍوالو منل شویو الزاماتو ټینګار لري.
هر کله چې په پایله کې ملي خبرې اترې د لنډمهاله ټولګډونه حکومت د جوړولو د توافق لامل شي، باید د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون د لنډمهاله اساسي قانون په توګه د اجرا وړ وګرځي او د هغه په رڼا کې، د مجلسینو د شورا په استثنا پارلمان او سنا، ټولې ادارې او د عدلي او قضاي سکتور په ګډون، د جمهوریت د وخت په څېر بیاځلي جوړې او فعالې شي او خپل کړنې د مخکې روال پر بنسټ ترسره کړي. خو له دې سره هممهاله، د لنډمهاله حکومت جدي پاملرنه باید د ازادو، ټولشموله او عمومي ټولټاکنو لپاره د زمینې د برابرولو لپاره وي.
په لنډه توګه به یې داسې جمع بندي کړو چې طالبان له فشار پرته، د ټولګډونه حکومت جوړولو ته زړه نه ښه کوي. د فشار ابزار اوسمهال په افغانستان کې نشته او تر ډېره د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې په لاس کې دي. د طالبانو د رسمیت پېژندنې مسله ، د ملګرو ملتونو له تور لیست نه ددغه ډلې د غړو د نومونو لیرې کول او د افغانستان د بندو شویو پیسو ازادېدل، اوس مهال کېدای شي د هېوادونو د درې هارمونونو د غوره فشار په توګه پر طالبان تحمیل شي.