د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې د فلسطیني کډوالو پر خیمو د اسرائیلي پوځ د برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
اسوشیټېډپرېس شنبه د جون پر ۲۲مه د غزې د روغتیایی چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ دغه برید د غزې تړانګې په سوېل کې د سره صلیب روغتون ته څېرمه ترسره کړی دی.
عیني شاهدانو اسوشیټېډپرېس ته ویلي، چاودنه هغه مهال شوې چې خلک له خپلو خیمو راوتلي وو.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم اعلان کړی چې د دوی روغتون د دې برید له مړو او ټپیانو ډک دی.
دا برید په داسې حال کې شوی چې یوه میاشت مخکې د فلسطیني کډوالو د کمپ خیمو د اسرائیلي پوځیانو د بمبار له کبله اور اخیستی و او د نړیوالو توند غبرګونونه یې راپارولي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې د دې برید په تړاو یې څېړنې روانې دي؛ خو تر اوسه یې برید د لامل په هکله څه نه دي ویلي.