۸صبح، کابل: نوموتی خبریال او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز په کابل کې ومړ.
د عبدالحمید مبارز لور نیلاب مبارز يکشنبه د وري پر ۱۸مه په خپله فیسبوکپاڼه کې د پلار مړینه منلې ده.
د هغې په خبره، ټاکل شوې د عبدالحميد مبارز مړی نن د کابل په «قول آبچکان» سيمه کې خاورو ته وسپارل شي.
عبدالحمید مبارز د هېواد د خبریالۍ په ډګر کې یو له مخکښو شخصیتونو څخه شمېرل کېږي او څو کاله یې د انیس دولتي ورځپاڼې د مرستیال، د باختر خبري اژانس د مشر او د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.
دی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال هم و.
د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، د ښاغلي مبارز د اتو کتابونو ترڅنګ له یو زرو پنځهسوو څخه زیاتې علمي، ادبي او فرهنګي مقالې په چاپي رسنیو کې خپرې شوې دي.