۸صبح، کابل: کابل ښاریان وايي چې له دوو اونیو راهیسې د تېلو د نشتوالي له امله د کابل امبولانس خدمات درول شوي دي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکي د یکشنبې په ورځ د لړم په ۲۳مه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د واټ له سره د ناروغ د لېږدولو پرمهال یې له کابل امبولانس سره اړیکه نیولې وه، خو هغه ته وویل شول چې امبولانس د تېلو د نشتوالي له امله سیمې ته نه شي حاضرېدای.
دغه هېوادوال چې غوښتل یې له غرمې وروسته د کابل د درېیمې ناحیې اړوند د کابل پوهنتون څلور لارې ته نږدې یوه نجلۍ چې پر سړک پرته وه روغتون ته ولېږدوي.
د هغه په وینا، کله یې چې د مرستې لپاره د کابل امبولانس ۱۰۲ شمېرې سره اړیکه ونیوله، په ځواب کې یې ورته ویل شوي چې امبولانس تېل نه لري او دوې اوونۍ کېږي چې درېدلي دي.
که څه هم موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کابل امبولانس نظر هم ترلاسه کړو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه شوو.
دا په داسې حال کې دي چې له وروستیو بدلونونو وروسته، د اقتصادي او تخنیکي ستونزو له امله د ځینو ادارو او ښاري خدماتو د رسوونکو بنسټونو کارونه په ټپه درېدلي دي.