۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې تاجکستان د شانګهای همکاریو (SCO) په سازمان کې د دغې ډلې د ګډون لپاره د طالبانو یوازینی مخالف دی.
د روسیې د ریا نووستي خبري اژانس د ضمیر کابلوف په حواله شنبه د غبرګولي پر ۲۶مه ویلي چې په قزاقستان کې د مې پر ۲۰مه او ۲۱مه ناسته کې ډېریو ګډونوال د شانګهای ډلې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د بیاپېلېدو غوښتنونکي وو؛ خو تاجکستان یې مخالفت کړی دی.
دې روسي ډيپلومات هيله ښودلې چې دوشنبه به ډېر ژر د افغانستان په هکله پر خپل دريځ له سره غور وکړي.
د دغه راپور پر بنسټ د قزاقستان په کوربتوب د شانګهای همکارۍ سازمان په ناسته کې د طالبانو له ګډون سره د دوشنبې مخالفت د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ اختلافي مسئله وه.
د طالبانو یو کال مخکې ویلي و چې غواړي د دغه سازمان په ناستو کې ګډون وکړي او د هغوی نه حضور به له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ناهمغږۍ لامل شي.
طالبانو تر اوسه د شانګهای د همکارۍ سازمان کې د دغې ډلې حضور سره د تاجکستان د مخالفت په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
تاجکستان د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ډيپلوماټيکې اړيکې نه دي پېل کړي او په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د تېر حکومت د ډيپلوماټانو له خوا اداره کېږي.