۸صبح، کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین ویلي چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د یو ټولګډوني حکومت په جوړونې پورې تړاو لري.
د ریانووسي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ګالوزین دغه څرګندونې جمعه د غويي پر۷ مه په ازبکستان کې کړې دي.
هغه زیاته کړې ده: « لازمه ده چې په ټولګډوني حکومت کې د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي بهیرونو استازي ګډون ولري.»
د روسیې پلاوي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۵مه ناسته کې د یو ټولګډوني حکومت پر جوړونې او په دې برخه کې د طالبانو د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
بلخوا طالبان خپل رژیم ټولګډونی ګڼي او ټینګار کوي چې د طالباني ارزښتونو پر وړاندې خنډ نه شي راتلای.
ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی چې مسکو له طالبانو سره خپلې کاري اړیکې ساتي.
د ویلو ده چې روسيه له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهيسې طالبانو سره له ترينګلتیا پاکې اړیکي لري.
په کابل کې د روسیې سفارت خلاص دی او دغه هېواد په مسکو کې د طالبانو ډيپلوماتان هم منلي دي.
څو ورځې دمخه د جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ ادعا کړې وه چې د ایران، چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونه او یو ځیني بهرني شرکتونه د طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو له «لوټولو» ګټه پورته کوي.