پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې «هر څه مو بایللي دي».
هغه په تازه مرکه کې چې د اګسټ پر ۸ په امریکايي وېبپاڼې اېن پي آر (عمومي ملي راډيو) کې خپره شوه، ویلي چې د طالبانو د راتګ په لومړیو کې د ځان د امنیت په هکله اندېښمن و. کرزي ویلي، چې هغه له طالبانو څخه نه وېرېده، ځکه د هغه په وینا، «طالبان افغانان دي، د دغه هېواد دي. موږ هغوی پېژنو، هغوی موږ. زه له بهرنیو ځواکونو وېرېدم، له هغوی ډېر وېرېدم». داسې ښکاري چې له بهرنیو ځواکونو څخه د کرزي موخه بهرني توندلاري او د پاکستان د استخباراتو او اردو اړوندو کسان دي. ځینې افغانان په دې باور دي، چې په ۱۹۹۶ کې د خلق ډموکراتیک ګوند وروستی ولسمشر ډاکټر نجیب الله په کابل کې د پاکستان په امر ووژل شو.
د پاکستان پر وړاندې د کرزي د دریځ اوښتون
کرزي څو ورځې مخکې له شپيګل ورځپاڼې سره په یوه بله مرکه کې ویلي و، چې د نجونو ښوونځي د پاکستان په سپارښتنه تړل شوي دي. دا دویم ځل دی، چې هغه په ښکاره د پاکستان د لاسوهنې او پر طالبانو د پاکستان د نفوذ په اړه نارضایتي څرګندوي. د پاکستان په اړه د کرزي دریځ کله توند او کله هم په تضرع بیان شوی دی. د هغه راپور پر اساس چې د ۲۰۰۸ د جون پر ۱۵ په بي بي سي فارسي وېبپاڼه کې خپور شوی، کرزي د طالبانو د بریدونو په اړه ګواښ کړی و، چې که «په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او ملاتړو بریدونه ونه درول شي»، افغان حکومت به غبرګون وښيي. هغه د طالبانو تړښت ته په اشارې ملا عمر پاکستانی بللی و او ويلي یې و، چې افغانستان د خپلې خاورې د دفاع حق لري او «دا ځل په خپلو کورونو کې پر بیت الله محسود او ملا عمر پاکستاني بریدونه کوي». خو څو کاله وروسته یې د پاکستان په اړه دریځ بدل شو. هغه د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې له پاکستاني تلویزیون جیو سره په مرکه کې وویل: «که پر پاکستان برید وشي او پاکستان د افغانستان اوسېدونکو مرستو ته اړمن شي، افغانستان به درسره مرسته وکړي.» له هغه څخه پوښتل شوي و، چې که هند پر پاکستان برید وکړي، د افعانستان دریځ به څه وي؟ کرزي ویلي و: «هر څوک چې پر پاکستان برید وکړي، افغانستان به له پاکستان سره ولاړ وي. افغانستان به له پاکستان سره ورور وي، افغانستان به هېڅکله له خپل ورور سره خیانت ونه کړي.»
اوس کرزی یو ځل بیا له پاکستان څخه ناهیلی شوی او له اېن پي آر سره یې په تازه مرکه کې دې پوښتنې ته چې افغانستان په کوم لوري روان دی، ځواب ورکړی، چې هېواد کې داسې حکومت نشته، چې ټول افغانان پکې ځان ولیدلی شي، افغانستان له اقتصادي پلوه له ناورین سره مخ دی او خلک له وطنه په وتلو دي. د کرزي په وینا، [له هېواده د افغانانو وتل] لوی ناورین او د شرم خبره ده».
د امریکا ملامتیا
کرزی امریکا د اوسني ناورین زېږوونکي حالت او پاشلتیا په برخه کې پړه ګڼي. هغه په بمباریو کې د ملکیانو وژل او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو «بې شرمه» تګ د امریکا اصلي ملامتیا ګڼي. د حامد کرزي په وینا، امریکا اوس هم خپلې تېروتنې سمولی شي او «له افغانستان سره دې مرسته وکړي، چې یو ځل بیا په خپلو پښو ودرېږي». خو کرزي نه په دې مرکه کې او نه هم په بله کومه مرکه کې د خپلو تېروتنو په اړه څه ویلي. ولس سترګې په لار دی، چې کرزی به له طالبانو او د طالبانو له ملاتړو سره د سازش سیاست د زیانونو د جبران په اړه چې ټولنه یې ګالي، څه وکړي. د طالبانو په بیا راتګ کې هغه او د جمهوریت د وخت ځینې سیاستوال له پاکستان او امریکا څخه کم ملامت نه دي.
ښاغلي کرزي د اېن پي آر خبریال ته ویلي، چې طالب مشران له امریکا سره ښې اړیکې غواړي؛ خو د هغه په وینا، د نړۍ د باور د ترلاسي لپاره باید «داسې کار وکړو، چې ټول افغانان ځانونه د دغه هېواد وبولي او حکومت د هغوی استازیتوب وکړي.» هغه د نجونو ښوونځیو د بندېدو په هکله اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي، چې که دا وضعیت دوام وکړي، «له نن څخه یوه لسیزه وروسته به تر ننه په بد وضعیت کې یو».
د طالبانو په بند کې
پخواني ولسمشر ویلي، چې د هغه د سفر ازادي هم سلب شوې او په لومړي ځل یې چې له طالبانو بهر ته د تګ اجازه وغوښته، ورته ویلي یې و، چې که له هېواده ووځي او بېرته را ونه ګرځي، د هغه په نشتوالي کې به وضعیت ګډوډ شي. کرزي په دې خبرې چې «په کابل کې ازاد وګړی دی»، د طالبانو د قفس حدود مشخص کړي دي.
د دولت له پرځېدو او د طالبانو له راتګ وروسته، کرزي هڅه وکړه چې د داسې مشر په توګه راڅرګند شي، چې د طالبانو او مخالفانو ترمنځ ودرېږي؛ خو طالبانو د هغه دا ځای ځایګی ونه مانه او تل يې له هغه سره د داسې حکومت د رییس په توګه چلن وکړ، چې له کلونه کلونه له هغوی سره جنګېدلی دی.
د طالبانو له چلن څخه د حامد کرزي استیصال له اېن پي آر سره په وروستۍ مرکه کې څرګند دی. اېن پي آر لیکلي چې ځینې امریکايي چارواکي لا هم هیله من دي او وايي چې هر څه له لاسه نه دي وتلي او «طالبان د پخوانۍ دورې په پرتله هومره د منځنیو پېړیو» نه ښکارېږي؛ خو کرزی د امریکايي چارواکو په شان نه دی هیله من او وايي، چې «موږ هر څه بایللي دي».