۸صبح، کابل: د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف ویلي چې د ترهګرو ډلو له نوملړه یې د طالبانو نوم اېستلی دی.
ټاس خبري اژانس دوشنبه د غبرګولي پر ۱۴مه راپور ورکړی چې توقایف دا څرګندونې د امنیتي تړون د ډلهییز سازمان (CSTO) د غړو هېوادونو په ناسته کې کړې دي.
د هغه په خبره، قزاقستان له مډرن افغانستان سره د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د پراختيا او د دې درک له کبله چې دا رژيم اوږدمهاله عامل دى، د ترهګرو له نوملړه د طالبانو نوم اېستلى دى.
هغه زیاته کړې چې په اوسني پړاو کې یو له ستراتیژیکو دندو څخه د سیمې په اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه ده.
تر دې دمخه د روسیې لوړپوړو چارواکو هم د دغه هېواد د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو د اټکل په هکله خبرې کړې وې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ ویلي و چې له طالبانو سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا ده.