د پاپوا نیو ګیني په لیرې پرتو کلیو کې ځمکې ښویېدنې شاوخوا یو زرو او ۲۰۰ کورونه ویجاړ کړي او لږترلږه ۳۰۰ کسان تر خاورو خځلو لاندې شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د سیمهییزو رسنیو په حواله راپور ورکړی چې ځمکې ښویېدنې جمعه د مې پر ۲۴مه سهار شاوخوا ۳:۰۰ بجې د کواکالام کلی ویجاړ کړی دی.
دا کلی د دغه هېواد د پلازمېنې شمال لوېدیځ په ۶۰۰ کیلومټرۍ او د اینګا په لوړو کې موقعیت لري.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د پاپوا نیو ګیني په ملیتکا سیمه کې د ځمکې ښویېدنې شپږ کلي اغېزمن کړي دي.
پاپوا نیو ګیني د ۱۰ میلیونه نفوس په درلودو سره له اسټرالیا وروسته په اوقیانوس کې دویم لوی هېواد دی او د دغه هېواد په شمال کې موقعیت لري.
د اسټرالیا مرستهرسوونکې ډلې پاپوا نیو ګیني ته تللي او تر اوسه یې څلور مړي له خاورو خځلو څخه را ایستلي دي.
ځمکې ښویېدنې د کواکالام کلي او شاوخوا سیمو ته مواصلاتي لارې له منځه وړي او اوسېدونکي یې د څښاک اوبو، خوراکي توکو او سرپناه له شدید کمښت سره مخ دي.
راپورونه څرګندوي چې د ځمکې ښویېدنې لړۍ لا هم روانه ده او ښايي د تلفاتو اصلي شمېر تر اوسني اټکل زیات وي.
د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلي، ځمکې ښویېدنه د فوټبال له درېیو تر څلورو میدانونو په اندازه سیمه کې رامنځته شوې؛ خو په سیمه کې د خلکو ګڼهګوڼه زیاته وه.