د ټولو حکومتونو مشران د خپل واک په لومړیو سل ورځو کې خلکو ته خپلې مهمې موخې او کړنې څرګندوي، اړین قوانین وضع کوي او په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې لاسته راوړنې وړاندې کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د سلو لومړیو ورځو واکمنۍ کې د قانون جوړونې اداره ځنډول شوې، قضاییه قوه له کاره لوېدلې، بهرني سیاست کې لاسته راوړنه نه شته، نړیواله ټولنه د طالبانو د چارسمبالي حکومت له رسمیت پېژندلو ډډه کوي، د افغانستان اقتصاد چې له بهرنیو مرستو سره تړلی و، د مرستو له بندېدو سره د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی، ډېری حکومتي ادارې وپاشل شوې، د دولت له نیمايي زیاتو کارکوونکو له میاشتو راهیسې معاش اخیستی نه دی، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ورځ تر بلې رالوېږي، دې موده کې افغانستان له نړۍ سره کومه لویه اقتصادي راکړه ورکړه کړې نه ده، د رسمیت پېژندلو په موخه د طالبانو هڅو پاېله ورکړې نه ده، د بېوزلې، ترور او له هېواده د تېښتې ګراف لوړ شوی او خلک ناهیلي شوي دي.
د طالبانو لومړۍ دوره د قحطۍ، په نړیواله کچه د افغانستان منزوي کېدل، د افراطیت وده او د هېواد پرمختګ لپاره د یوې تګلارې نه شتون له کبله پېژندل کېږي. که څه هم طالبانو دا ځل ادعا کړې، چې پخوانیو تجربو ته په کتو د حکومتولۍ بڼه کې یې بدلون راغلی، خو په عمل کې کوم بدلون نه لېدل کېږي. دې موده کې طالبانو ته پر دولتي ادارو کې د افرادو په ګمارلو کې کار اهل کار ته سپارل، پوهه او تخصص مانا نه ده لرلې. په داسې حال کې چې تېرو شلو کالو کې د افغانستان وضعیت بدل شوی دی. نوی نسل له نويو زدهکړو سره لوی شوی، زیات شمېر محصلان په بېلابېلو برخو کې له لویو نړیوالو پوهنتونونو څخه فارغ شوي او له شک پرته په دولتي ادارو کې د کارکولو وړتیا لري؛ خو دوي ته د طالبانو په چارسمبالي حکومت کې د کارکولو فرصت نه شته. همدارنګه دې موده کې ولیدل شول، چې طالبان د حکومتولۍ لپاره یوه ځانګړې کړنلاره نه لري. د «اسلامي امارت» اصول افغانانو ته روښانه او د فهم وړ نه دي. هغه قرائت چې طالبان یې له دین څخه کوي، هم د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو، نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو سره سازګاري نه لري.
افغانستان کې بېلابېل قومونه دي، چې ټول باید په سیاسي نظام کې ځانونه وویني. طالبان واک ته له رسېدو سره سم په هېواد کې د جګړې د پای او د سولې د راتګ ادعا کوي، باید پراخبنسټه کابینه جوړه کړي، بېلابېلو مذهبونو ته دې حکومت کې ځای ورکړي، ښځې دې له سیاسي حقه او پر لوړو څوکیو له ګمارلو نه محروموي، اساسي قانون دې تدوین او اوسني وخت ته په کتو دې ملي ګټې تعریف کړي. په دې توګه به دا هېواد د بهرنیو او کورنیو ترهګرو ډلو پر پټنځای بدل نه شي.
طالبان د ځان منلو او مشروعیت لپاره اړتیا لري، د سیاسي سیسټم اجزاوو ته غاړه کېږدي، چې په هغه کې د هېوادوالو حقونه راغلي وي. اوسني وخت کې د درې ګونو قواوو او سیاسي او مدني ازادي، د سیاسي نظامونو د پرمختګ لپاره منل شوي او مهم اصول دي. هېڅ سیاسي نظام له پورتنیو اصولو پرته دوام نه شي کولای. طالبان که د حکومتولۍ پروګرام لري او د ملي او نړیوال مشروعیت په لټه دي، د عدالت ټينګښت، د درې ګونو قواوو تفکیک، د سیاسي او مدني ازادیو منل، د امنیت ټينګښت، د اقتصادي وضعیت ښه والي او د ټولنیز پرمختګ ته لاره جوړول هغه موارد دي، چې له هغوي سره د ملي او نړیوال مشروعیت د ترلاسي په موخه مرسته کوي، چې تراوسه یو هغه هم په پام کې نیول شوی نه دی. د لیکنې په لاندې برخه کې د طالبانو د سلو لومړیو ورځو پر مهمو ټکو تمېږو.
مقننه قوه
اوسني عصر کې مقننه قوه د سیاسي نظام مهمه برخه ده. هېڅ هېواد د قوانینو د وضع او تصویب پرته نه شي کولای، خپلو موخو ته ورسېږي؛ ځکه اوسني وخت کې د موضوعاتو د پراخوالي له امله د قوانینو له وضع کېدو پرته نه شي کېدای، چې د ټولنې بېلابېلو برخو کې نظم رامنځته او عدالت تامین شي. هغه نظامونه چې مقننه قوه نه لري، هغه د دیکتاتورۍ نظام دی. که طالبان له افغانستان او افغانانو سره تړلي دي، باید د مقننه قوې جوړېدو ته لار هواره کړي، ترڅو قوانین د خلکو د غوښتنو سره سم وضع او تصویب شي. هېڅ حکومت له لیکل شویو قوانیو پرته نه شي کولای، په ټولنه کې عمومي نظم او عدالت رامنځته کړي. طالبان هغه مهال کولای شي، نظم رامنځته کړي او د خپل حکومت راتلونکی تضمین کړي، چې د قواوو د تفکیک اصل په پام کې ونیسي.
قضاییه قوه
قضاییه قوه د یو سیاسي نظام اصلي او د عدالت د ټينګېدو مهم رکن دی. هغه سیاسي نظام چې د عدالت غوښتنه کوي، د یوې خپلواکې او کارپوه قضايي قوې پرته نه شي کولای، عدالت تامین او قانون پلی کړي. له دې لارې هغه چارواکي، چې د اسلامي واکمنۍ ادعا کوي، په حکومتولۍ کې د قضاییه قوې له نه شتون سره نه شي کولی، «اسلامي عدالت» پرځای کړي. اوسنۍ نړۍ کې د اتباعو د بنسټيزو حقونو ساتنه او د هغوي حقوقي او نورو ستونزو ته رسیدګي د دولتونو له مهمو دندو څخه شمېرل کېږي، چې دا د قضاییه قوې له لوري کېږي. اوسمهال قضاییه قوه فلج او درې ګونې محکمې له کاره لوېدلې دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو له راتګ سره هممهاله، قضاییه قوه نوی تشکیل او اړین صلاحیت ترلاسه کړې نه دی.
ټاکنې
ټاکنې اوسني وخت کې حکومتونو ته د مشروعیت ورکولو منل شوی اصل ګڼل کېږي. د خلکو له رایو پرته، هېڅ هېواد ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولای نه شي. طالبان که د حکومت کولو اراده لري، دوی باید ټاکنیز میکانیزم ته پام وکړي، ټاکل شوي بنسټونه راژوندي او ولایتي شوراګانې او ولسوالۍ جوړې کړي؛ ځکه انتخابي میکانیزمونه د اجرایوي فعالیتونو د پروسې څارنه او د ډلهییزې ارادې څرګندونه کوي، چې له دې سره د حکومتدارۍ د پلانونو مشروعیت او د خلکو رضایت زیاتوي.
نړۍ کې د اسلامي حکومتونو ډېرې بڼې شته، چې د اسلامي ارشاداتو له سختو تعبيرونو سره سره، د انتخابي بنسټونو پر بنسټ ولاړې دي او د ټولنیزې ارادې له لارې يې مشروع ميکانيزمونه جوړ کړي دي. طالبان کولای شي، له هغوي الګو واخلي.
د وینا او رسنیو ازادي
تېرو دوو لسیزو کې د وینا او رسنیو ازادي د افغانانو له مهمو لاستهراوړنو څخه شمېرل کېږي، چې له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته ترلاسه شوې ده. خلک دې لاستهراوړنې ته درناوی کوي او غواړي نوره هم وغوړېږي. همدارنګه خلک هیلهمن دي، چې مخالف غږونه ونه ځپل شي او ټول د وینا، نظر او اعتراض له حقه برخمن وي.
طالبانو تر ډېره دغو ارزښتونو ته ژمن پاتې شوې نه دي. هغوي خلکو ته خپلې کرښې کاږي، د وینا او اطلاعرسونې حق نالیدلی بولي او هغه څه کوي، چې زړه یې غواړي، دا په اوسنۍ نړۍ کې چې د تکنالوژۍ له برکته پر یو کلي اوښتې، ناممکنه ده. ویل کېږي، افغانستان کې ۷۵ څخه تر ۸۰ سلنه رسنۍ د امنیتي، اقتصادي، پر بیان ازادۍ د محدودیتونو وضع کول او د نورو ستونزو له کبله خپلې چارې درولي او ډېری خبریالان له طالبانو د وېرې او فشار له کبله هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
امنیت
پر هغه څه چې طالبان ویاړي، ټول هېواد کې د امنیت ټينګښت دی. طالب مشران او ویاندویان یې ډېری وخت د امنیت ټينګښت په تړاو خبرې کوي او ټينګار کوي، افغانان له کوم ډار او ګواښ پرته د هېواد هرې برخې ته سفر کولای شي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل له سقوط وړاندې، له طالبانو سره تړلي کسانو د خپلې واکمنۍ سیمه کې د خلکو پلټنه کوله. اوس هم همداسې حالت دی. ډېری خلک په ټولنیزو رسنیو کې ادعا کوي، چې ټيلفونونه یې د طالبانو له لوري پلټل کېږي(د دې متن لیکوال هم له ورته ستونزې سره مخ شوی). دولتي کارکوونکي هره ورځ له نامناسب چلن سره مخامخېږي. د طالبانو له درې میاشتنۍ واکمنۍ ښکاري، چې هغوي د افغانستان د اداره کولو توان نه لري. دې موده کې جدي امنیتي خلا رامنځته شوې او د داعش خراسان ډلې له دې خلا څخه په ګټې اخیستنې پر خونړیو بریدونو لاس پورې کړی دی.
د نړیوال مشروعیت نه شتون
د جګړې له لارې واک ترلاسه کول د دې لامل شوی، چې تراوسه یو هېواد هم د طالبانو چارسمبالی حکومت په رسمیت ونه پېژني. نړیوالې ټولنې د طالبانو رسمیت پېژندلو ته ځانګړي شرایط وضع کړي. د ښځو او مذهبي لږکیو د حقونو درناوی، د پراخبنسټه حکومت جوړېدل او د بشري حقونو ساتنه د نړیوالې ټولنې له عمده شرطونو څخه ګڼل کېږي.
پایله
د افغانستان اوسنی وضعیت د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ سره خورا توپیر لري. دې موده کې نوي لوبغاړي لوبې ته دننه شوي او نړیوالو زبرځواکونو د سیاست په تړاو خپل لیدلوری بدل کړی. دې حالت کې سیاست د فکري چوکاټونو سره کار نه لري، چې په ذهنونو کې یې یو ټاکلی نظم جوړ کړی وي. دې برخه کې هر ډول تېروتنه به هېواد ته ناوړه پاېلې ولري.
طالبان که د حاکمیت غوښتنه لري، باید د افغانستان اوسني مډرن واقعیتونه په رسمیت وپېژني، د قواوو تفکیک رامنځته کړي، مدني ازادۍ دې نه ځپي، د بشري حقونو ارزښتونو ته دې درناوی وکړي او له انحصارطلبۍ او صحرايي محاکمو دې لاس په سر شي.