د مارچ اتمه یو نړیوال مناسبت دی، چې په نړیواله کچه د ښځو د وضعیت په تړاو ځانګړې پاملرنه ورته کېږي. د نورو نړیوالو مناسبتونو په پرتله د دې ورځې نمانځنې ته ځانګړی پام کېږي. د تېرو دوو لسیزو پر مهال دا ورځ په افغانستان کې هر کال د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو نمانځل کېده او په بېلابېلو برخو کې ځینې ښځې ستایل کېدې.
سږ کال داسې مهال د مارچ اتمه نمانځل کېږي، چې ښځې له لومړنیو حقونو هم بې برخې دي. تقریباً له هغوی څخه د زدهکړو، کار او په ټولنه کې د حضور حق اخیستل شوی یا په پراخه کچه له محدودیتونو سره مخ دي. همدې وضعیت ته په کتو، ښځې له دغه وضعیت څخه د ژغورنې په موخه زندان او زولنو ته «نه» نه وايي او خپل حقونه غواړي. له معترضو مېرمنو سره چې کوم چلن وشو، تر پخواني وضعیت څخه یې چاپيریال تنګ کړ. اوسمهال د دې وېره شته، چې د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعار هېر شي. ټول هغه چې د ټولنې د راوېښوولو هڅې کوي، له وېرې غلې دي.
د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعار هغه ارزښت دی، چې د ترلاسي لپاره یې ګڼې مبارزې شوې دي. د بې شمېرو کسانو ژوند یې قرباني کړی، تر څو دا غږ رسا وساتي، ټولنه راوېښه شي، ازادي ته قرباني ورکړي، کار کې هوساینه رامنځته کړي او د ژوند لپاره په ډوډۍ هوسیاینه ترلاسه کړي؛ چې بیا څوک د ژوندي پاتېدا لپاره خپل زوی یا لور ونه پلوري، خیرات ټول نه کړي، غمجن نه وي او په ژوبل ستوني د تنګسیا چیغې ونه وهي. افغان مېرمنې د جمهوریت له پرځېدو وروسته په همدغو ماناداره شعارونو د میدان ډګر ته راښکته شوې، تر څو غږ اوچت کړي او د غلامۍ ژوند ته غاړه کېنږدي؛ خو له بده مرغه دا غږ تر ډېره ونه پایېد او په ستوني کې تربت شول. نن ګورو چې ټولنه کې د ښځې د محرومیت ذهنیت جوړېدونکی دی او په دې تړاو هېڅ اعتراض نه کېږي. عملاً ښکاري، چې ټولنه کې د ښځې غږ مخ په غلي کېدو دی، چې دا یوې ټولنې ته خطرناکه ده.
تېرو دوو لسیزو کې د ښځو پر وړاندې کوم ذهنیتونه چې په بې شمېره قربانیو ترلاسه شوي و، بیاځلي د رامنځته کېدو په حال کې دي، چې د تېرو شلو کالو ټولې هڅې له خاور سره خاورې کوي او په ټولنه کې د ښځې غږ تحریکوونکی ګڼل کېږي. د دغې چوپتیا د دوام له کبله به ښځې نور خپل غږ ونه لري.
د مارچ اتمه یوه سمبولیکه ورځ ده، چې د ښځو نړیوال دریځ د ښځو ضد قوانینو او د ټولنو د باورونو پر وړاندې څرګند کړي. په دې ورځ کې د اتلو ښځو کارنامو څخه نمانځنه کېږي. کومو هېوادونو کې چې ښځو ازادي ترلاسه کړې، د مارچ په اتمه واټونو ته راوځي، د ښځو ضد قوانینو او باورنو پر وړاندې شعار ورکوي، د بدلون غوښتنه کوي، چې دا له شک پرته مثبت اغېز پرېباسي. دا په داسې حال کې ده، چې د درېیمې کچې هېوادنو لکه افغانستان کې ښځې له څومره دردونو او رنځونو سره مخ دي او څنګه په یوه شېبه کې هیلې په ناهیلۍ بدلېږي. په واقعیت کې د مارچ اتمه د ښځو د «شتون» په مانا ده. دې ورځ کې ښځې غږ اوچتوي، تر څو یو ځل بیا خپل شتون ثابت کړي او د استبداد پر وړاندې ودرېږي.
په افغانستان کې دا ورځ د «د میندو او مېرمنو په توګه د مېرمنو د درناوي» پر بنسټ د احساساتي کلمو له څرګندولو پرته مخکې نه ځي. که څه هم دا خبرې د خلکو په خولو دي، په دې اوونۍ کې څو ښځې او نجونې په وحشتناکه توګه وژل شوې دي. دوه ورځې وړاندې د کابل لوېدیځ کې د یوې مېرمنې مړی په تړلو لاسونو او پښو وموندل شو. څو ورځې وړاندې په بلخ کې دوه نجونې په مرمیو ویشتل شوې وې، لوګر کې یوه مور د خپل زوی له خوا وژل شوې وه، هرات کې د مېړه له لوري د یوې ښځې سر پرې شوی و او لسګونه نور جنایتونه چې رسنۍ به پرې خبرې نه وي. دا هغه دردونه دي، چې په ستوني کې یې تربت کېږي او د غږ اوچتولو توان نه لري. دا پېښې د ښځو وضعیت په ډاګه کوي، چې له څه ډول مصبیتونو سره لاس و ګرېوان دي. له بده مرغه اوسمهال له ښځو د ملاتړ او په ټولنه کې د هغوی د حضور په تړاو هېڅ قانون نشته. تېرو شلو کالو کې د ښځو په هڅو کوم قوانین چې تصویب شول، د تېرو دوو لسیزو د نورو لاسته راوړنو په څېر له خاورو سره خاورې او هېر شول. نن له ښځو سره د افغانستان په هره برخه د حاکمو باورونو او سنتونو پر بنسټ چلن کېږي. ښځې صحرايي محاکمه کېږي، سنګسار او په مرمیو ویشتل کېږي؛ خو د دغو ناخوالو پر وړاندې غږ نه پورته کېږي. په دې وضعیت کې ښځې ماتې دي او د ازادۍ د ترلاسي لار ورته ګرانه برېښي. باید دا ومنو، چې په اوس کې د ښځو د ستونزو یوه برخه په تېرو دوو لسیزو کې پروژه يي سیاست و، چې د دا ډول ورځو لپاره بنسټيز او فرهنګي کار ونه شو. د پروژو ترلاسه کوونکې د خپلې وسې مطابق د ښځو له نومه ناوړه ګټه واخیسته او د ښځو د حقونو په تړاو یې جفا وکړه.
د مارچ د اتمې د نمانځلو کلتور باید د ښځو د لاسته راوړنو او لیکونو په یادولو پورې محدود نه وي؛ ځکه نن افغان مېرمنې په دې حالت کې نه دي، چې دا ورځ د څو ښځو په یاد ونمانځل شي. دوی باید دا ورځ د خبرو کولو او د ځان پر وړاندې شته اندېښنې بربنډې کړي؛ ځکه هېڅ هیله له پرله پسې کار پرته خپل منزل ته نه رسېږي. موږ د پروژه يي کارونو پایله ولیدله، چې مېرمنو ته یې لوی زیان ورساوه او دا چاره د نه جبرانېدونکي زیان لامل شوې ده. له همدې امله، د ښځو لپاره باید ډېر جدي فکر او عملي ګامونه پورته شي او باید اجازه ورنه کړل شي، چې د ټولنې د نیمایي برخې غږ غلی پاتې شي. د ښځو د لاسته راوړنو او هڅو په یادولو سربیره، زموږ د نن ورځې تر ټولو مهم ماموریت دا دی، چې ښځې وهڅوو غلې پاتې نه شي. د مارچ اتمې د نمانځنې تر ټولو غوره لار به دا وي، چې د لویو او ژورو بحثونو په رامنځته کولو غور وشي. ټولنیز ټولګي باید یوموټي شي او د ښځو تر څنګ ودرېږي. د ټولنې هره برخه د ښځې د نشتوالي له کبله ناقصه ده. رسنۍ دې ځانګړې برخې د ښځو لپاره رامنځته کړي. د کار خاوندان باید د هغوی لپاره غوره کاري فرصتونه برابر کړي. حقوقپوهان باید د ښځو د پوهاوي لپاره ډول ډول پروګرامونه او ستراتیژۍ جوړې کړي. ښځې باید د هېواد او د کورنیو په اقتصاد کې رول ولوبوي او اقتصادي ځانبسیاینه ترلاسه کړي. پروژه يي کسان او مافیا له ښځو لاس واخلي او په وېښ وجدان سره د هېواد وضعیت ته وګوري او پرېنږدي، چې د ښځو د تېرو دوو لسیزو قربانۍ او سرښندنې هېري او له خپلو لومړنیو انساني حقونو بې برخې شي. د مارچ اتمه او د ښځې حق یوازې د یوې ګېډۍ ګلانو د ډالۍ او عاطفي خبرو په مانا نه ده. افغانستان د ښځو لپاره یو له ناوړه هېوادونو څخه ګڼل کېږي. اړینه ده، چې د ښځو د حقونو ترلاسي لپاره په دوامداره توګه مبارزه وشي.