۸صبح، کابل: د امریکا د ملي امنیت شورا د ویاند جان کربي له څرګندونو وروسته، چې امریکا په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي تجهیزات نه دي پرېښي، د کانګرېس د اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال وایي، چې د امریکا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې په افغانستان کې پاتې دي.
مک کال دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه له سياېناېن سره په مرکه کې کړي.
هغه زیاته کړې: «جان کربي ويلي دي چې په افغانستان کې د امریکا هيڅ وسله نه ده پاتې، دا احمقانه خبره ده. هلته د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې پاتې دي. زه کولای شم تاسو ته د وسلو او نغدو پیسو ویډیويي ثبتونه وښیم چې هلته پاتې دي.»
د دې مرکې له لارې مک کال د بایډن د ادارې یو شمېر چارواکو په ځانګړې توګه د ملي امنیت اوسنی سلاکار جان کربي، د سپینې ماڼۍ پخوانی ویاند جین ساکي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ویاند نېډ پرایس ته بلنه ورکړه، چې په دې اړه د ده پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تېره ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې امریکا په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي تجهیزات نهلري.
د هغه په وينا، هغه تجهيزات چې یادونه یې کېږي دوی د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د خپل هېواد د امنيت د ټينګښت په موخه ورکړي وو.