۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور په اړه د اندېښنو په ځواب کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له دې پدېدې سره مبارزه وکړي.
د دغه وزارت ویاند مټیو میلر پنجشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه په یوې خبري غونډه کې ویلي چې طالبان باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
هغه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «موږ همداراز طالبانو ته څرګندوو، هغوی د ترهګرۍ ضد ژمنې لري چې مونږ ترې د ژمنتیا تمه لرو.»
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې هېواد یې د افغانستان څارنه کوي او د نهشتوالي سره سره د ترهګرو فعالیتونو ته د ځواب ویلو لپاره خپلې وړتیاوې ساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي په افغانستان کې د القاعدې مشر ایمنالظواهري وژل کېدو ته اشاره کړې او دا یې د ترهګرو ګواښونو په مخنیوي کې د امریکا د وړتیا نښه بللې ده.
طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون بېلابېلو هېوادونو په ځلونو دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو حضور په اړه اندېښنې ښودلې دي.
د ویلو ده چې په پاکستان بریدونو او همداراز ایران کې وروستیو دوو بریدونو د افغانستان د ګاونډیانو ترمنځ د امنیتي اندېښنو څپې را پارولي دي.