لومړی وزیر او د هندو ملتپال بهارتیا جنتا ګوند (BJP) مشر نریندرا مودي د دغه هېواد په پارلمان کې د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.
د هند د ټاکنو پایلې سېشنبه د جون پر ۴مه د شپې ناوخته اعلان شوې چې د مودي په مشرۍ ملي ډیموکراټیک اتحاد وکړای شول د دغه هېواد په پارلمان کې له ۵۴۳ څوکیو څخه ۲۹۳ څوکۍ وګټي.
رویټرز راپور ورکړی چې مودي اوس د هند د نوي حکومت د جوړونې لپاره له خپلو متحدینو سره خبرې کوي.
ده په هند کې د ټولټاکنو د پایلو له اعلان وروسته خپلو پلویانو ته ژمنه ورکړې چې د صدراعظمۍ په خپله نوې دوره کې به ډېر زیات کار وکړي.
د راهول ګاندي په مشرۍ د اپوزیسیون ګوندونو ایتلاف وکړای شول چې د دغه هېواد په پارلمان کې ۲۳۰ څوکۍ ځانکړې کړي.
مودي اوس د سیمهییزو ګوندونو د یووالي په لټه کې دی چې له ده سره یې سیاسي وفاداري په تېرو کلونو کې ترینګلې شوې ده.
ټاکل شوې نن (چهارشنبه، جون ۵) د مودي په مشرۍ د هند ایتلاف په ډیلي کې راټول او د راتلونکي حکومت په اړه خبرېاترې وکړي.
تمه کېږي چې د مودي په بریا سره، ناهندو اقلیتونه چې د اپوزیسیون له ایتلاف یې ملاتړ کړی و، وار له مخه د حکومت د سخت دریځو پالیسیو نښه شي.
په دې ټاکنو کې چې د روان کال د اپرېل پر ۱۹ پیل شوې، شاوخوا یو ملیارد هندیانو برخه اخیستې ده، له همدې کبله دا د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل کېږي.