د هند پارلماني او د نړۍ ترټولو سترې ټاکنې نن (جمعه، اپرېل ۱۹مه) پیل شوې چې په ترڅ کې به یې د دغه هېواد میلیونونه خلک د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل حکومت وټاکي.
د اسوشيټېډپرېس د راپور پر بنسټ، دا ټاکنې به شپږ اوونۍ (د جون تر لومړۍ نېټې) دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د نړۍ له ۱۰ سلنې څخه زیات نفوس چې ۹۷۰ میلیونه خل کېږي، د هند په ۲۱ ایالتونو کې رایې ورکړي.
په دې ټاکنو کې چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پیل شوي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د دغه هیواد د درېیمې دورې د مشرۍ په لټه کې دی.
د دغو ټاکنو په پایله کې به له ټول هند څخه ۵۴۳ استازي د دغه هېواد پارلمان ته لاړ او بیا به لومړی وزیر ټاکي.
په پام کې ده چې د دغو ټاکنو شمېرنه د جون په څلورمه د ټاکنو له پای ته رسېدو درې ورځې وروسته ترسره شي.
د وړاندوینو له مخې، لومړی وزیر او د «هندو بهاراتیا جاناتا » ملتپال ګوند مشر نریندرا مودي به دا ټاکنې وګټي.
که مودي یو وار بیا ټاکنې وګټي، هغه به د هند له پخواني لومړي وزیر جواهر لعل نهرو وروسته دویم مشر وي چې د درېیم ځل لپاره د ۱.۴ ملیارد نفوس لرونکي هېواد مشري کوي.
بلخوا د هند ملي کانګرېس او ځواکمنو سیمهییزو ګوندونو په مشرۍ د اپوزیسیون ایتلاف هڅه کوي چې مودي او ګوند یې وننګوي.
که چیرې د «هند» په نوم اپوزيسیون ایتلاف ټاکنې وګټي، دا څرګنده نه ده چې څوک به د هند مشري وکړي ځکه چې تر ۲۰ ډېرو ګوندونو تر اوسه خپل نوماندان نه دي اعلان کړي.