د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ایران ته د سفر لپاره د دغه هېواد د چارسمبالي ولسمشر محمد مخبر بلنه منلې ده.
ایرنا خبري اژانس شنبه د مې پر ۲۵مه راپور ورکړی چې محمد بن سلمان هم محمد مخبر ته بلنه ورکړې چې ریاض ته سفر وکړي.
د محمد مخبر په وینا، له دې وړاندې د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي له محمد بن سلمان غوښتي و چې ایران ته ورشي.
تر اوسه ایران ته د سعودي عربستان د ولیعهد د تګ نېټه په ډاګه شوې نه ده.
د یادونې ده چې د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې له هغې وروسته کړکېچنې شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو هوايي برید وشو.
په دې برید کې د سعودي عربستان د تېلو د تولید یوه برخه زیانمنه شوه او ریاض بیا د دې برید پړه پر ایران واچوله؛ خو هغه مهال تهران دا تور رد کړ.
د تېر کال په فبرورۍ کې د چین په منځګړیتوب د تهران او ریاض ترمنځ له څو پړاوه خبرو اترو وروسته، د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې.