۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند او د دوحې په ناسته کې د دغې ډلې پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد ویلي چې ډېرو هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
مجاهد دا څرګندونې دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه په خپله اېکسپاڼه کې کړې دي.
د دوحې ناستې په دویمه او وروستۍ ورځ د طالبانو پلاوي د بانکولۍ او د نشهيي توکو د محدودیتونو په هکله خبرې کړې دي.
د مجاهد په خبره د روسیې، چین، پاکستان، ایران او قزاقستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ټینګار کړی چې د افغانستان بانکي محدودیتونه دې لېرې او د دغه هېواد کنګل شوې پیسې دې ازادې شي.
د طالبانو پلاوي دا ناسته رضایتکوونکې بللې ده.
د دوحې ناسته نن په یو ازاد بحث سره پای ته رسېږي.
د يادونې ده چې قطر د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې د تېرو دوو ناستو کوربهتوب کړی و.