په کندهار کې د ملا هیبتالله په امر د طالب جنګياليو ۳۰ معلولينو سره د نغدو پیسو فوقالعاده مرسته شوې ده.
په کندهار کې د طالبانو ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته د دوی د مشر ملا هیبتالله د ځانګړې پيرزوينې له مخي شوې ده. د خبرپاڼې په حواله د طالبانو هر معلول ته ۱۵۰ زره افغانۍ نغدې پیسې ورکول شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د معلولينو رياست ويلي چې دوی د خپل طالبانو ملګرو ستونزو ته تر هر چا زیاته پاملرنه کوي.
په ورته وخت کې په کندهار د تېر حکومت یو شمېر معلول شوي او عام افغانان وايي چې ملا هیبتالله ته يوازې خپل طالبان شهيدان او قربانيان ښکاري او ولس ته هېڅ د انسانانو په سترګه نه کتل کېږي.
ولس د ملا هیبتالله پر دغه مرستو د سختو نيوکو ترڅنګ وايي چې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې هرڅه په خپلې ګټې پیل کړي دي.
په کندهار کې يو معلول قدرتالله چې ۵ کاله مخکې د طالبانو په يوې بمي چادونه کې دوه پښې یې بایللي دي ۸صبح ته يې وويل چې ژوند يې په سختو کړاوونو کې تېرېږي؛ خو په وينا يې چې هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.
هغه وايي، په تېر جمهوري نظام کې يې د شهيدانو او معلولينو په ریاست کې نوم ليکنه کړي وه او په دوامدار ډول ورسره مرستې کېدي؛ خو زياتوي چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته يې د مرستو اندازه کمه شوې ده او يوازې ۵۰ سلنه کلني امتيازات ورکول کېږي.
نوموړي وويل: «کور مې په ارغستان کې و، طالبانو زموږ له کلي کمربند جوړ کړی و، کله چې دوی زموږ د کلي څخه لاړل، زه خپل کور ته داخل شوم چې دروازه کې خښ شوي ماین چاودنه وکړه او دواړه پښې مې پرې شوې، تر اوسه په ويلچر کې ګرځمه، له کاروباره لوېدلی یم او ټوله ورځ په ښار کې خیرات ټولومه.»
د کندهار ښار يو شمېر نور معلولين هم له ورته ستونزو شکايت کوي او وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی د معلوليت امتيازات ګرځول کېږي.
د کندهار ښار د پنځمي ناحيي يو معلول ګل محمد وايي چې ۱۰ کاله وړاندې یې په کندهار کې د يو ځانمرګي بريد پرمهال معلول شو او زیاتوي چې د بدن ډېرې برخې يې فلج دي؛ خو د طالبانو د مشر په يو فرمان سره ورباندي امتيازات بند شوي دي.
هغه وايي، د کندهار د شهيدانو او معلولينو رياست ورته ويلي چې د طالبانو مشر ملا هیبتالله په يو فرمان کې دوی ته امر کړی چې هغه کسان چې د بدن غړي يې پوره، خو معلول وي امتيازات ورباندې بند کړي.
دی وايي، د نوموړي د بند غړي پوره دي او د ملا هیبتالله د فرمان پر بنسټ ورباندې امتيازات بند شوي، خو زیاتوي چې د بدن نيمه برخه يې فلج ده.
ګلمحمد: «وايي فرمان راغلی چې د هرچا د بدن غړې پوره وي، هغه ته د معلوليت امتيازات مه ورکوئ، خو دا يې نه دي ورسره ليکلي چې د بدن غړي کار کوي که يې نه کوي، زما بدن فلج دی او اوس نو مجبوره يم چې د بدن فلج شوې برخه پرې کړم، ترڅو بیا د ملا هیبتالله فرمان کې راشم.»
په کندهار ولايت کې يو نظامي معلول چې د امنيتي ستونزو له امله يې موږ دلته د ميرويس په نوم په مستعار نوم معريفي کوو « » ته يې وويل چې طالبانو ورباندي ټول امتيازات بند کړي او هغوي ورته ويلي چې اسناد مو څيړل کيږي.
دی وايي چې د ۳ کالو په تيريدو سره لاهم طالبان په دي نه دي توانيدلي چې د هغه د معلوليت اسناد وڅيړي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وويل چې ملاهبتالله له هغو طالب جنګيالو سره مرستې کوي چې نږدې دوه لسيزې يې افغانان شهيدان او معلول کړي دي.
دی زیاتوي: «دا ۳ کاله کېږي چې دوی زما اسناد څيړي، هر ځل چې ورشم دوی راته وايي ته صبر ورکړه موږ ستا اسناد څيړو، دا څنګه څيړنه ده، خو سم دې راته ووايي چې ستا د معلوليت امتيازات نشته، دوی ټول خپل جنګيالان ليکلي دي او ټول هغه کسان دي چې د معلولينو د امتيازاتو حق هم نه لري، دا شل کال يې هم خلک ووژل او هم اوس ټول امتيازات دوی اخلي.»
دا لومړی ځل نه دی چې د ملا هیبتالله د يو فرمان له مخې په کندهار کې طالب معلول شویو جنګياليو ته د معلوليت امتيازات ورکول کېږي، بلکې تر دې مخکې هم د طالبانو چارواکو په ګڼو ولايتونو کې خپلو جنګيالانو ته ورته امتيازات ورکړي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، څو مياشتې وړاندې د طالبانو د شهيدانو او معلولينو وزير هلمند ته د خپل سفر پرمهال هلته د ۱۰ هغو طالب جنګياليو هر یو سره د ۱۰۰ زره افغانيو فوقالعاده مرسته ورکړه چې په تېرو وختونو کې د دوی په ليکو کې معلول شوي وو.