۸صبح، هرات: د هرات سیمه ییزې سرچینې تاییدوي، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د هرات د مرکزي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي وايي، چې په قربانیانو کې درې ماشومان، یوه ښځه او یو بوډا شامل دي.
جلالي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا ټول د یوې کورنۍ غړي دي. دغه پېښه د انجیل ولسوالۍ په خواجه سرمه سیمه کې شوې ده.
امنیتي سرچینو رسنیو ته دا خبر تایید کړی او انګېزه یې کورنۍ دښمني بللې ده. ویل کېږي، چې د دغې کورنۍ غړي په چاړه وژل شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې دا ډول پېښه کېږي، په وروستي مورد کې رسنیو راپور ورکړی، چې په کابل کې یوه سړي خپله مېرمن او درې ماشومان وژلي دي.