۸صبح، کابل: نړۍوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لارموندنې د بریا په خوشحالۍ کې د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او د نړۍوال شل اووریز کرېکټ درېیم الروانډر محمدنبي عیسیخېل د افغان زلمیو لوبه ستایلې او ټولو هېوادوالو ته یې د دغې سترې بریا مبارکي ورکړې ده.
نبي یکشنبه د غويي پر ۹مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: « زمونږ د فوټسال لوبډلې په لومړي ځل د فوټسال نړۍوال جام ته لاره پیدا کړه. زندهباد ځوانانو.»
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ازبکستان کې د فوټسال نړۍوال جام د غوراوي سیالیو په پای لوبه کې له قرغزستان سره لوبه وکړه او په پای کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵-۳ په توپیر ماتې ورکړه او نړۍوال جام ته یې لاره وموندله.