د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د فلسطیني هېواد رسمیت پېژندنه سوله نه راولي او په خبره یې، تل ابیب به د حماس له «ماتولو» راونه ګرځوي.
د ټایمز اف اسراییل د راپور په حواله، نتنیاهو چهارشنبه د مې پر ۲۲مه ویلي چې د اسپانیې، ایرلنډ او ناروې له خوا د فلسطیني هېواد رسمیت پېژندل د «ترهګرۍ بدله» ده.
نوموړي زیاته کړې: «په لویدیځه غاړه کې ۸۰ سلنه فلسطینیان د اکتوبر اوومې له وېروونکو وژنو ملاتړ کوي.»
نوموړي فلسطین یو «وېروونکی دولت» بللی او زیاته کړې ده: «موږ به هېڅکله جوړجاړی ورسره ونه کړو.»
د یادونې ده چې نن د ناروې لومړي وزیر جوناس ګهر سټور په رسمي ډول فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده.
نوموړي زیاته کړې په منځني ختیځ کې سوله له «دوه دولتي حل» پرته نه راځي.
د هغه په خبره، دا ګام د منځلارو ځواکونو په ملاتړ کې دی چې په یوه اوږده او ظالمانه جګړه کې د شاتګ په کرښه کې پراته دي.
ورته مهال، ایرلنډي چارواکو هم ویلي چې ټاکل شوې دولت یې فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د اسلامي همکاریو سازمان او قطر بهرنیو چارو وزارت له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ناروې، ایرلنډ او اسپانیې له خوا د فلسطیني دولت رسمیت پېژندلو ګام په سیمه کې د تلپاتې سولې او ټيکاو لپاره مهم دی.