د افغانستان د ازادو سیالیو اتل نصرت حقپرست خپل اسټرالیایي سیال جیمي مولارکي ته د فایټ نایټ ۲۳۹، په لومړي رونډ کې ماتې ورکړه.
د دغو دوو ورزشکارانو ترمنځ سیالي د یکشنبې ورځ د ډیسمبر په ۱۰ مه د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د ۷۰ کیلوګرامو په وزن کې ترسره شوه.
د حقپرست او مولارکي ترمنځ سیالۍ دوه دقیقې دوام وکړ او له دې سره نصرت حقپرست د ازادو سیالیو په نړۍوال سازمان کې ۱۶مه بریا خپله کړه.
تر دې وړاندې هغه په خپل ریکارډ کې ۱۵ بریاوې او پنځه ماتې درلودې.