د بنسټپالو ډلو په سیاسي فکر کې سمع او اطاعت ځانګړی اهمیت لري. سمع او اطاعت، چې د اورېدلو او اطاعت مانا لري، هغه مهمه اصطلاح ده چې په بنسټپالو سازمانونو کې د مشر او د هغه د پیروانو ترمنځ د اړیکو ماهیت ټاکي او کله چې دا سازمانونه واک ترلاسه کړي، دا اړیکې ټولې ټولنې ته غزوي. په دغو سازمانونو کې د دود شوي ذهنیت له مخې، هغه کسان چې د مشرتابه په کټګورۍ کې راځي، په ځانګړې توګه مشر، له یو ډول الهي حیثیته برخمن کېږي او باید د یوې خاورې د نورو وګړو او اوسېدونکو په څېر ورته ونه کتل شي. مشر له دې پلوه چې ځواکمن دی او یا لږ تر لږه له سازماني ځواکه برخمن دی، د الهي ځواک او برم ښکارندويي کوي. د اسلام په تاریخ کې په دې اړه ډېر روایتونه جوړ شول او د اسلام پیغمبر ته منسوب شول چې دا مشهور روایت هم پکې شامل دی: «السلطان ظل الله فی الارض» یعنې پاچا د ځمکې پر مخ د خدای سیوری دی.
د واک سپېڅلي ګڼل او د واکمنو کسانو عبادت کول له اسلامه زرګونه کاله وړاندې وخت ته ورګرځي. په بېلابېلو استبدادي نظامونو کې څه په لرغوني ایران، څه په لرغوني مصر او څه د نړۍ په نورو برخو کې پاچایانو او زورواکو ته د خدایۍ حیثیت ورکړل شوی و. ان د دې سیمې په ځینو دینونو کې د سیاسي سیسټمونو په هکله د خلکو سیاسي تجربې یو الهیاتي انعکاس وموند او خدای د پاچا په بڼه تعریف او بیان شو او هغه څه چې د پاچا په کړنو کې لیدل کېدل، د الهي صفتونو په توګه معرفي کېدل. داسې چې پاچا د حساب او پوښتنې وړ نه دی، بښل یې هېڅ حد نه لري، سزا او عذاب یې هر وخت احتمال لري او هېڅ قانون ته ژمن نه دی، ځکه چې په خپله د قانون تجسم دی. د خدای د صفتونو په اړه ډېرې خبرې د هغې تجربې پر بنسټ دي، چې د دې سیمې خلکو له خپلو پاچایانو او واکمنانو سره لرلې دي.
هغه ادبیات چې د استبدادي نظامونو تر سیوري لاندې رامنځته شول، ورو ورو عمومي کلتور ته دننه شول او په را وروسته دورو کې، په هغې دوره کې چې په اسلامي تمدن کې د تدوین د پېر په نوم یادېږي، د دغو ادبیاتو یوې برخې دیني رنګ واخیست او د اسلام پيغمبر ته د منسوبو احادیثو په نوم یې کتابونو ته لاره ومونده. د دغو ادبياتو په يوه برخه کې د مشرانو پر سمع او اطاعت ځانګړی ټينګار شوى دى او دا چې د هغوی د ظلم پر وړاندې باید د صبر او زغم لاره خپله شي او د واکمن له رسماً کافر کېدو پرته، باید د هغه پر وړاندې ځانګړی غبرګون ونه ښودل شي، مګر دا چې د نرم او محتاطانه نصیحت په حد کې وي. البته د واکمن نظام سيالې ډلې هم اړې وې چې له همدې وسلې ګټه واخلي او هغوی هم د ظالمو او جابرو واکمنانو پر وړاندې د پاڅون د فضیلت او له هغوی سره په مبارزه کې د وژل کېدو تر بریده د خطر د منلو او سید الشهدا مقام ته د رسېدو په تړاو روایتونه جوړکړي دي. د تاوتریخوالي د دې لړۍ ريښه چې دواړو خواوو پرمخ وړله، په هغو خنډونو کې وه، چې استبدادي نظامونو رامنځته کول او د ماتولو لپاره یې له تاوتریخوالي پرته بله لاره نه پاتې کېده، که څه هم د حل لارې د تیوریو په نشتوالي کې بل استبداد له سره واکمنېده. دا هغه تجربه ده چې زموږ د سیمې په تاریخ کې له زرګونو کلونو راهیسې تکرار شوې ده.
د ډیموکراسۍ په اډانه کې د بشر په نوې تجربه کې د واکمنانو سپېڅلي ګڼل له منځه وړل شوي او د خدای د استازو په توګه نه، بلکې د خلکو د استازو په توګه مشروعیت ترلاسه کوي او سمع او اطاعت خپل ځای هغو قوانینو او مقرراتو ته ورکړی چې د مقننه قوې له خوا د خلکو په استازولۍ جوړېږي. په ډیموکراټیکو نظامونو کې واکمنان اړ دي چې خلکو ته ځواب ویونکي وي او د قانون پر وړاندې سمع او اطاعت ولري او دا د ډیموکراسۍ او دیني استبداد تر منځ یو له لویو توپیرونو دی.