۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) د افغانانو ناوړه حالت څخه د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې دا هېواد لاهم په لوړه کچه لوږه او خوارځواکي تجربه کوي.
اوچا دا خبره یکشنبه د مرغومي پر ۲۴مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلې ده.
د دغه بنسټ په خبره، د اټکل له مخې به په ۲۰۲۴ کال کې ۱۵.۴ میلیونه وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: «د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې کورنۍ کولای شي خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د نورو د لوږې مخنیوي وشي، دومداره او پاېدونکې بودیجې ته اړتیا ده.»
د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د هېواد ډېرو وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دمګړۍ له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د دغه هېواد شاوخوا ۸۵ سلنه وګړي په ورځ کې له یو ډالره په کمو پیسو ژوند کوي.