۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د هېواد په اووه ولایتونو کې د وروستیو سختو ورښتونو له کبله یو زرو ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او همداراز ۵۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
اوچا شنبه د وري پر ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي چې تر ټولو ډېر مالي زیانونه د فاریاب، ننګرهار او دایکندي ولایتونو اوسېدونکو ته رسېدلي دي.
د دې طبیعي پېښو په پایله کې لږترلږه اووه کسانو ژوند بایللی دی.
د کب پر ۱۲مه طالبانو اعلان کړی و چې په تېر کال کې د طبیعي پېښو له امله یو زرو ۱۲۹ کسان مړه او ۹۴۱ نور ټپیان شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ ترټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست او سمنګان ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتي دي.