8صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د وروستیو سېلابونو او زلزلو له امله زرګونه کسان چې کورونه یې ویجاړ شوي، لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي.
د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۴ مه اوچا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د سړې موسم په را رسېدو سره د زیانمنو شویو خلکو د کورونو ترمیم ته اړتیا ده.
دغه سازمان زیاته کړه: “د ځاني زیانونو او ویجاړونکو ټکنونو سربیره، دا زلزله د کورونو، روغتیایی تاسیساتو، ښوونځیو او د اوبو د شبکو په ګډون د مهمو زیربناوو د ویجاړولو لامل شوې او په زرګونو خلکو ته یې نور زیان رسولی دی.”
د يادونې وړ ده، چې سږ کال هم د هېواد يو شمېر ولايتونه کې د سختو سيلابونو شاهد وو، چې ګڼ کورونه يې ويجاړ کړل.